جنېوا۔8جولائی(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه خپل بحريني او صومالي همڅنګو سره ملاقات كړے او هغوي سره يۍ ډيجيټل همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزيرې شزہ فاطمه خواجه د بحرېن د ټرانسپورټ او ټېلي كام وزير بن احمد …
د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د خپلو بحريني او صومالي همڅنګو سره ملاقات٬ ډيجيټل همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
جنېوا۔8جولائی(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه خپل بحريني او صومالي همڅنګو سره ملاقات كړے او هغوي سره يۍ ډيجيټل همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزيرې شزہ فاطمه خواجه د بحرېن د ټرانسپورټ او ټېلي كام وزير بن احمد الخلیفه سره ملاقات وكړو او بحرېن ته يۍ پاكستان كښې د فوډ سېكورټي ٬ آئي ټي او سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ټېكنالوجي او ټېلي كام په څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق وكړے شو۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزيرې شزه فاطمه خپل صومالي هڅنګ اېم اېډم معلم سره ملاقات وكړو۔ وفاقی وزیرې صومالیه ته د ډیجیټل ټرانسفارمېشن هدفونو په سر كولو مباركي وركړه۔ دې ووئيل د پاكستان او صوماليه اړيكې په متقابل باور او تعليمي تبادلو اډانه دي۔ شزه فاطمه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په لا زياتولو زور راوړو۔











