وفاقي وزيرعبد العليم خان بلوچستان كښې د ترهګرۍ په پېښه د  غم دړد څرګندونه وكړه

  اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير د ګران هېواد دفاع ٬ سلامتيا او د وګړو تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو  ته د زړه له كومي سلام وكړو۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې د پاك …

 

اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير د ګران هېواد دفاع ٬ سلامتيا او د وګړو تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو  ته د زړه له كومي سلام وكړو۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې د پاك پوځ ٬ پوليس دې مېړنو فرزاندانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ عبدالعلیم خان هېواد دښمنه عناصر ته خبردارے وركړو چې د هند په سرپرستۍ كښې كارروايۍ كوونكي عناصر او د هغوي ځائي سهولت كار به كله هم خپلو ناوړه عزائمو كښې كامياب نه شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ خلاف جنګ به تر منطقي انجام روان ساتلے شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي په هېواد كښې به امن په هر ډول باوري كولې شي۔ ده د وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوونكو ټولو شهيدانو له د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه

مزید خبریں