فرانس اقتصادي ملګرے ليدل غواړو ٬ د اسرائيلي كاروائيو بندولو لپاره په پېرس انحصار كوو٬ سوريه

  دمشق۔ 8 جولائي (اے پي پي)  د سوريه صدر احمد الشرع وئېلي دي زمونږ هېواد په منطقه كښې خپل مهم كردار بحال كړو  او اوس يو مكمل نظام موجود دے ځكه چې مونږ خپل بحري او فضائي بېړۍ جديد كړې دي۔د العربيه اردو تر مخه  دا خبره  هغه  د پايه تخت دمشق  په قصر الشعب كښې د فرانسوي صدر ايمانوېل مېكرون سره  تابيا شوي اقتصادي فورم ته وكړه۔ هغه …

 

دمشق۔ 8 جولائي (اے پي پي)  د سوريه صدر احمد الشرع وئېلي دي زمونږ هېواد په منطقه كښې خپل مهم كردار بحال كړو  او اوس يو مكمل نظام موجود دے ځكه چې مونږ خپل بحري او فضائي بېړۍ جديد كړې دي۔د العربيه اردو تر مخه  دا خبره  هغه  د پايه تخت دمشق  په قصر الشعب كښې د فرانسوي صدر ايمانوېل مېكرون سره  تابيا شوي اقتصادي فورم ته وكړه۔ هغه ووئېل  مونږ فرانس  د سوريه اقتصادي ملګرے ليدل غواړو ۔ هغه ووئېل  چا چې په سوريه كښې زر سرمايه كاري وكړه هغه زر  ګټه وكړه او دا چې د فرانس سره  تزويراتي شراكت داري د دې تعلق يو مثال دے   كومه چې مونږ د نړۍ سره غواړو۔  هغه ووئېل مونږ د يوې جديد سرمايه كارۍ ماحول راجوړوو   د كوم واكمني چې ادارې  به كوي ۔ هغه د دې خبرې هم  تصديق وكرو  چې  هغه د كار روانه ساتلو باوري كولو لپاره په بنكنګ اصلاحات كار كوي ۔ هغه واضحه كړه چې د سوريه صنعتي ښار  د نړيوالې سرمايه كارۍ د نوي پېلټ فارم  په توګه رامخې ته كولو لپاره چمتوالے نيسوو۔  دغسې هغه  غېر ملكي كمپنيو  ته د حقيقي شراكتدارۍ  د لارې  د بيا رغونې په هڅو كښې د برخې اغستو  بلنه وركړه۔ بل پلو فرانسوي صدر ووئېل سوريه د ګنو چېلنجونو سره مخ دے خو زمونږ د كمپنيو لپاره هم موقعې شته۔

مزید خبریں