د سعودي كابينې غونډه ٬ نړيوال امن و سلامتيا او د چلېنجونو مقابلې  لپاره د شرېكې مرستې روانې ساتلو لپاره د لوظ پخلے

  رياض۔ 8 جولائي (اے پي پي)  د سعودي عرب كابينې د نړيوال امن و سلامتيا زياتولو ٬ د نړيوالو چلېنجونو  مقابلې  او د ترقۍ او خوشحالۍ موقعو  پراخه كولو لپاره  په ګده مرستې روانې ساتلو له د خپل لوظ پخلے كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه  د كابينه غونډه  د ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې  په سيمه اېزه …

 

رياض۔ 8 جولائي (اے پي پي)  د سعودي عرب كابينې د نړيوال امن و سلامتيا زياتولو ٬ د نړيوالو چلېنجونو  مقابلې  او د ترقۍ او خوشحالۍ موقعو  پراخه كولو لپاره  په ګده مرستې روانې ساتلو له د خپل لوظ پخلے كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه  د كابينه غونډه  د ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې  په سيمه اېزه او نړيواله مرسته ٬  د ترهه ګرۍ مخ نيوي  او د سائبر امنيت د چارو جاج واغستلے شو ۔ ايس پي اے ته د اطلاعات  وزير سلمان الودسري ووئېل  د كابينې په غونډه كښې  په تېرو ورځو كښې  د ورونړو او دوست هېوادونو سره د رابطو  ٬ د اړيكو مضبوطولو  او په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو هڅو جاج واغستلے شو۔  غړو  د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي اوونۍ كښې  د سعودي پلاوي د موثر ګډون ستائنه وكړه٬  دغسې د ترهه ګرۍ  خاتمې ٬ د هغې مالي معاونت مخه نيولو له  او د نړيوالو ادارو سره د مرستې روانې ساتلو  له د عزم پخلے وكړے شو۔دغسې غونډه كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په 62 مه غونډه  كښې  د سائبر سېكورټي په څانګه كښې  د مېرمنو اختيارمنده جوړولو  په اړه د سعودي عرب د قرارداد په يوه خله  د منظورۍ هر كلے وكړے شو۔

مزید خبریں