د وفاقي وزير محسن نقوي او د روسيه خپل هم منصب ولاديمير اليګزينډر ووچ کولوکولټسيف سره ملاقات٬  د ترهګرۍ او د سائبر کرائم په ضد په ګده تګلاره  ته اتفاق

نيويارك 08 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو  په مركزي دفتر كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د هغه د روسيه خپل هم منصب ولاديمير اليګزينډر ووچ کولوکولټسيف ترمېنځه يو ډېر مهم او تفصيلي ملاقات وشو٬ د لوړې كچې په دې ملاقات كښې دواړو مشرانو د پاك روسيه اړېكې د وخت تقاضو له مخې لا مضبوطو او مستحکمولو لپاره د پوخ عزم پخلے وكړو٬ د ملاقات …

نيويارك 08 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو  په مركزي دفتر كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د هغه د روسيه خپل هم منصب ولاديمير اليګزينډر ووچ کولوکولټسيف ترمېنځه يو ډېر مهم او تفصيلي ملاقات وشو٬ د لوړې كچې په دې ملاقات كښې دواړو مشرانو د پاك روسيه اړېكې د وخت تقاضو له مخې لا مضبوطو او مستحکمولو لپاره د پوخ عزم پخلے وكړو٬ د ملاقات په مهال د منطقې د مجموعي او د موجوده امن او امان د صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته په نوې اړخ تفصيلي خبرې وشوې۔ د داخله وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې دواړو مشرانو د نشه اي توكو مخنيوي، د ترهګرۍ مخنوي او د سائبر کرائم په څېر د چيلنجز مخنيوي لپاره د شريكې مرستې لا پراختيا ته اتفاق وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو د پوليس ترمېنځه وظيفائي صلاحيتونه لا ښه كولو لپاره د مشتركه مشقونو  په چارو هم سنجيده خبرې وشوې٬ دواړه اړخيزه امنيتي همكارۍ ته رسمي شكل وركولو له دواړو مشرانو د داخله وزارتونو ترمېنځه په يو جامع مفاهمتي يادداښت لاس ليك كولو اتفاق وكړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي د روسيه خپل همڅنګ ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه هم وركړه او د تېرې غونډې د پرېكړو د پېشرفت ئې جاج هم واخست٬ د منطقې امنيت په خاص توګه د افغانستان په صورتحال خبره كولو كښې محسن نقوي د مهمو حقائقو څخه پرده پورته كړه۔ هغه د روسيه خپل همڅنګ ته ووئيل  دا مهال په افغانستان كښې د 25 نه زيات ترهګر تنظيمونه فعاله دي كوم چې نړيوال او سيمه ايز امن لپاره لوي خطر دے۔ محسن نقوي واضحه كړه چې د دې انتها پسند تنظيمونو بشپړه خاتمه د يو هېواد نه بلكې زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده او د وخت تقاضا ده چې مونږ ټول په ګډه د دې لعنت خاتمې لپاره سمدستي، كوټلې او مشتركه اقدامات وكړو۔

مزید خبریں