اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د شورو په ورځ وليدل۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په اسلام آباد مفاهمتي يادداښت د لاسليك نه وروستو د منطقې په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو مشرانو خبرې او د …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د شورو په ورځ وليدل۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په اسلام آباد مفاهمتي يادداښت د لاسليك نه وروستو د منطقې په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو مشرانو خبرې او د سفارتکارۍ ودې لپاره مشتركه هڅې مخ په وړاند بوتللو په اهميت زور راوړو۔ د سعودي سفير سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاکستان د پرله پسې هلو ځلو ستائنه وكره چې پكښې د آر فور د لارې اقدامات او اسلام آباد مفاهمتي يادداښت كښې د پاکستان د قائدانه کردار د لارې د ثالثي هڅې هم شاملې دي٬ دواړو ډلو د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د پاکستان او سعودي عرب اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔








