اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په چين كښی د تباهي كونكي سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د چين په ځينې سيمو كښې په راغلې تباهي كونكې سېلاب مونږ ته ډېر غم دړد رارسېدلے او افسوس لرو۔ ده ووئيل زمونږ …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار چين كښې د سېلاب د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په چين كښی د تباهي كونكي سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د چين په ځينې سيمو كښې په راغلې تباهي كونكې سېلاب مونږ ته ډېر غم دړد رارسېدلے او افسوس لرو۔ ده ووئيل زمونږ خواخوږۍ هغه كورنيو سره دي كومو چې خپل مينه وال دلاسه وركړې دي او مونږ د ټولو ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئيل مونږ د چينائي حكومت لخوا د مرستې كارروائيو ته د قدر په سترګه ګورو او د قدرتي آفتونو مقابله كونكي چينائي اولس حوصلې او د عزم ستائنه كوو۔ ده ووئيل پاكستان خپلو چينائي ورونړو خوېندو سره ولاړ دے ٬ كه غم وي يا كوم ازمېښت زمونږ ملګرتيا تل پياوړې پاتې كيږي








