اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د مودي فعاله ترهګر نېټ ورك رامخې ته شوے ، د هند جرائم پېشه ډلو په ضد امريكا ، كاناډا او اروپا كښې لويه كارروائي شوې ده۔ په امريكا كښې په شوو پلټنو كښې د هند د پولې پورې غاړه د مجرمانه ترهګر فعاليتونو په اړه نوې پوښتنې رامخې ته شوي دي۔ په هند كښې مېشته نړيوال مجرمانه نېټ وركس٬ ډائیسپورہ ته …
ګرده نړۍ كښې د مودي فعاله ترهګر نېټ ورك رامخې ته شو ، د هند جرائم پېشه ډلو په ضد امريكا ، كاناډا او اروپا كښې لويه كارروائي

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د مودي فعاله ترهګر نېټ ورك رامخې ته شوے ، د هند جرائم پېشه ډلو په ضد امريكا ، كاناډا او اروپا كښې لويه كارروائي شوې ده۔ په امريكا كښې په شوو پلټنو كښې د هند د پولې پورې غاړه د مجرمانه ترهګر فعاليتونو په اړه نوې پوښتنې رامخې ته شوي دي۔ په هند كښې مېشته نړيوال مجرمانه نېټ وركس٬ ډائیسپورہ ته دړكې ، بهر هېوادونو كښې هدفي وژنې ، قلنګ اغستل او منظم جرمونه اوس نړيوال قوانين سره مخ دي۔ د امريكائي پراسېکیوټرز له مخې د بشنوئی ګېنګ په شمول په هند كښې درېو منظمو جرائم پیشه ډلو سره د تعلق لرلو په تور امريكا ٬ كاناډا او اروپا كښې 24 شكمن كسان نيولې شوي دي ٬ په هغوي تور دے چې هغوي په كال 2023 كښې كاناډا كښې د سكه لارښود هرديپ سنګه نجر د وژل منصوبه بندۍ كښې شامل وو۔ د پوهانو له مخې د هردیب سنګھ نجر د وژنې كېس پلټنو له د هند د ’’را‘‘ نړيوالو مجرمانه نېټ وركس او د ترهګرۍ سره تعلق په ډاګه كړے دے۔ دا تحقيقات د هند په سرپرستۍ كښې د انتها خوښۍ او بهرهېوادونو كښې د مجرمانه نېټ وركس ملاتړ په ګوته كوي









