اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د آزاد کشمير حلقه لمبر 4 کھړي شريف كښې د نوموړو سياسي شخصيات په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د اولس د باور ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د کشمير کونسل اسلام آباد كښې د شموليت دستوري ته وينا كښې وكړه۔وفاقي …
آزاد کشمير كښې د نوموړو سياسي شخصيات پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د اولس د باور ښكاره ثبوت دے ۔انجينئر امير مقام
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د آزاد کشمير حلقه لمبر 4 کھړي شريف كښې د نوموړو سياسي شخصيات په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د اولس د باور ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د کشمير کونسل اسلام آباد كښې د شموليت دستوري ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د لويو سياسي شموليتونو سره د حلقې سياسي منظرنامه بدله شوې او پاکستان مسلم ليګ (ن) به نور هم په قوت سره رامخې ته شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد مياں نواز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې د اولسي خذمت او پرمختيائي سياست تګلاره مخ په وړاندې بوځو۔ده ووئيل د کھړي شريف معتبر سياسي شخصيات شموليت سره دا ثابته شوې چې اولس اړے ګړے نه بلکه پرمختګ او استحکام غواړي۔ده ووئيل حلقه لمبر 4 کھړي شريف كښې اوسنے سياسي پيشرفت د پاکستان مسلم ليګ (ن) د اولسي مقبوليت څرګندونه ده۔دې څخه وړاندې آزاد کشمير كښې د ټولټاكنو اعلان څخه وړاندې حلقه لمبر 4 کھړي شريف كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو لوي سياسي کاميابي ترلاسه كړي چرته چې د آزاد کشمير پخواني ډپټي سپيکر چوهدري محمد اعظم ارواښاد كورنۍ، محسن کھړي شريف چوهدري محمد منير ارواښاد كورنۍ ، مرزا مظفر كورنۍ ، چيئرمېن ضلع کونسل ميرپور راجه نويد اختر ګوګا پشمول ګڼ مهم سياسي شخصيات خپلو پخوانې سياسي تړون ختمولو سره د مسلم ليګ (ن) اميدوار او پخواني وزير حکومت چوهدري رخسار احمد حمايت اعلان وكړو۔د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي قيادت په موجودګۍ كښې دستوره كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام په پارټۍ كښې شامل شوو شخصيات ته هركلے ووايو۔په دې موقع د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي لارښود عابد رضا کوټله، مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير سيکرټري جنرل چوهدري طارق فاروق، صدر مسلم ليګ (ن)ميرپور چوهدري جاويد قادر، راجه سبطين او نور لارښود هم موجود وو۔د پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شموليت كوونكو كښې چيئرمين ضلع کونسل ميرپور راجه نويد اختر ګوګا، چيئرمين يونين کونسل ساهنګ چوهدري محمد ارفاق،د هغه ګڼ ملګري،پخواني ډپټي سپيکر آزاد کشمير چوهدري محمد اعظم ارواښاد زوي او ضلع کونسل غړي چوهدري بنارس اعظم ايډووکيټ، چوهدري رياض اعظم، پخواني مرکزي سيکرټري جنرل اېم اېس ايف مسلم کانفرنس و پخواني صدر ينګ لائرز ميرپور شيرباز منير چوهدري ايډووکيټ، پخواني ضلع کونسل غړيمرزا مظفر، ضلع کونسل غړي مرزا ربنواز مظفر، راجه محسن کوآرډينيټر ضلع کونسل،پخواني اميدوار ډسټرکټ کونسل چوهدري سراج الحق ،چوهدري او ملك ورورولۍ سره تعلق لرونكو شخصيات چوهدري نواز رياض ايډووکيټ، چوهدري صدام حسين، چوهدري عبدالغفار نثار، چوهدري نعمان ګلزار، چوهدري فرهاد نثار، چوهدري ساجد محمود، ملك رياض او ګڼو نور لارښود شامل دي










