پاکستان ھيپاټائټس فري جوړول زمونږ لوظ دے۔ مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 08 جولائي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي پي اېم هيپاټائټس سي پروګرام د حکومت په ترجيحات كښې شامل دے او هېواد د دې رنځ څخه پاكول زمونږ قامي لوظ دے،دا يواځې د صحت منصوبه نه ده بلكه د قام د سباؤن محفوظولو كوټلے كمپائن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د هيپاټائټس سي پروګرام كمپائن جاج اخستو غونډي په …

 

اسلام آباد 08 جولائي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي پي اېم هيپاټائټس سي پروګرام د حکومت په ترجيحات كښې شامل دے او هېواد د دې رنځ څخه پاكول زمونږ قامي لوظ دے،دا يواځې د صحت منصوبه نه ده بلكه د قام د سباؤن محفوظولو كوټلے كمپائن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د هيپاټائټس سي پروګرام كمپائن جاج اخستو غونډي په مهال وكړه چې پكښې د  تور زيړي د قامي تکنيکي مشاورتي ډلي مشر پروفيسر سعيد اختر، د روغتيا ايډيشنل سيکرټري، پراجيکټ ډائريکټر هيپاټائټس سي پروګرام، پمز او د پولي کلينك مشران او ډسټرکټ هيلتھ آفيسر (ډي ايچ او) اسلام آباد ګډون وكړو۔ پراجيکټ ډائريکټر اسلام آباد كښې د هيپاټائټس سي سکريننګ پائلټ مرحلې پيش رفت په اړه  تفصيلي بريفنګ وركړو۔د روغتيا وزيرِ ووئيل اسلام آباد كښې د پائلټ مرحله پيل كولو مقصد په عملي توګه نظام كښې پېښي مسئلې په ګوته كول وو٬ او د دغه ټولو مسئلو مؤثره حل راوېستلو سره راروانو 15 ورځو كښې نظام به په بشپړ ډول مستحکم کولې شي۔د روغتيا وزيرِ ووئيل د تور زيړي رنځورانو په وخت تشخيص او درملني د لارې د ناروغۍ خپريدو په مؤثره ډول مخنيوي كيدے شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د هيپاټائټس سي رنځورانو شميره يو كروړ څخه زياته ده،دې لپاره  د دې رنځ خاتمه قامي ترجيح او قامي مقصد دے۔مصطفيٰ کمال ووئيل اسلام آباد كښې د دې پروګرام کاميابۍ كښې پمز او پولي کلينك روغتونونه به کليدي کردار ترسره كوي دغسې د اولسي خبرتيا كمپائن به نور هم مؤثره كولې شي  چې وګړي د خپله ذمه وارۍ تر مخه د هيپاټائټس سي ټيسټ وكړي۔وفاقي وزيرِ په دې خبره زور راوړو چې هيپاټائټس سي د درملني وړ رنځ دے، دغسې د دې خاتمې لپاره د حکومت سره سره  د ټول قام شريكو هڅو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په وخت تشخيص او درملني سره نه يواځې قيمتي ځاني زيان بچ كيدے شي بلکه د دې رنځ نور خپريدو مخنيوې هم كيدے شي۔ده د اسلام آباد وګړو ته غږ وكړو چې دې قامي كمپائن كښې بشړ برخه واخلي۔ د روغتيا وزير ووئيل حکومت وګړو له ويړيا سکريننګ او ويړيا د درملني آسانۍ وركوي ٬ رياست به د دوي د درملني ټول خرڅونه برداشت كوي