بيجنګ 08 جولائي (اے پي پي) د چين شمالي لويديز ولايت د ګانسو په تانچانګ کاؤنټي كښې د لينډ سلائيډتګ په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 7 ژوبل شول ۔ د شنهوا له مخې لونګنان ميونسپل حکومت د اړخه د شورو په ورځ پرېس کنفرنس كښې وئيلي شوې چې د لينډ سلائيډنګ پېښه تيره ورځ د لونګنان ښار په نانهے ټاؤن شپ رين زانګ كلي كښې رامخې ته …
چين، د لينډ سلائيډنګ په نتيجه كښې 21 كسان مړه شول
بيجنګ 08 جولائي (اے پي پي) د چين شمالي لويديز ولايت د ګانسو په تانچانګ کاؤنټي كښې د لينډ سلائيډتګ په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 7 ژوبل شول ۔ د شنهوا له مخې لونګنان ميونسپل حکومت د اړخه د شورو په ورځ پرېس کنفرنس كښې وئيلي شوې چې د لينډ سلائيډنګ پېښه تيره ورځ د لونګنان ښار په نانهے ټاؤن شپ رين زانګ كلي كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 33 كسان د ملبې لاندي راغلي۔ د لينډ سلائيډتګ په ځائے د مرستي کارروائي بشپړې شوي۔ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي د كومو حالت چې د خطر څخه بهر دے۔ دغسې ريسکيو اهلکارو 5 كسان په حفاظت سره ژوندي راويستلي دي او پاتي ځپلو كښې د 21 كسانو مړي ترلاسه شوي ۔د پېښې نه پس د مرستندويه ادارې، فائر بريګيډ او د پوليس پشمول ريسكيو ډلي د پېښې ځائې ته سمدستي ورسيدې، كومو چې د مرستي او لټون کارروائي ترسره كړې دي۔








