نیویارک 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې د سري لنکا خپل هم منصب آنند وجے پالا سره ملاقات وكړو چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو او د امنيت په مرسته خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو د نشه اي توكو مخ نيوي په اړه هم مؤثر کوآرډینیشن او د …
د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي د سري لنکا خپل هم منصب سره ملاقات، د شرېكې خوښې په چارو او د امنيت په مرسته د خیالاتو څرګندونه

مزید خبریں
نیویارک 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې د سري لنکا خپل هم منصب آنند وجے پالا سره ملاقات وكړو چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو او د امنيت په مرسته خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو د نشه اي توكو مخ نيوي په اړه هم مؤثر کوآرډینیشن او د پولیس ټریننګ لپاره د شرېكې مرستې لا زياتولو پرېكړه وكړه ۔ د دې نه علاوہ د غیر قانوني امیګریشن او په جعلي پاسپورټ سفر کرونكو عناصر مخ نيوي له هم په همكارۍ تندولو اتفاق وكړے شو د كوم تر مخه به چې د دواړو هېوادونو د امیګریشن مشران زر تر زره د يو بل سره رابطه كوي ۔دواړو وزيرانو د جرائم پیشه كسانو نیټ ورکس او د مني لانډرنګ خاتمې لپاره په يو مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) هم خبرې وكړې ۔ دغسې دا مرسته سباون كښې په مستقل بنیادونو وړاندې بوتللو لپاره دواړو وزارتونو د يو ’’جوائټټ ورکنګ ګروپ‘‘ جوړولو او د ویزا په اړه د پیښو مسائلو په ترجیحي بنیادونو حل کولو ته هم اتفاق وكړو










