د سائنس و ټيکنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي په مشرۍ كښې  د سول  ايوارډز په ړه د ذيلي کمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) د سائنس و ټيکنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي په مشرۍ كښې د پاکستان سول ايوارډز 2026 لپاره د سائنس، انجينئرنګ او تعليم څانګو په اړه د ايوارډز ذيلي کمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د بيلو شخصياتو د نومولے كېدو او د هغوي د خدمات جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د سائنس، انجينئرنګ او تعليم په څانګو كښې په زړه پوري خذمات …

 

اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) د سائنس و ټيکنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي په مشرۍ كښې د پاکستان سول ايوارډز 2026 لپاره د سائنس، انجينئرنګ او تعليم څانګو په اړه د ايوارډز ذيلي کمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د بيلو شخصياتو د نومولے كېدو او د هغوي د خدمات جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د سائنس، انجينئرنګ او تعليم په څانګو كښې په زړه پوري خذمات ترسره كوونكو شخصيات په نامو غور وشو دغسې چې د پاکستان سول ايوارډز 2026 لپاره مناسب اميدوارو سفارشات مرتب کړې شي۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل قامي پرمختګ كښې په زړه پوري كردار ترسره كوونكو سائنسمدارو، انجينئرانو ، تعليمة پوهانو او د محققينو د خدمات اعتراف د حکومت په ترجيحات كښې شامل دے۔ده ووئيل قامي اعزازات نه يواځې د کارکردګي اعتراف وي بلكه ځوانانو له د تحقيق، اختراع او اعليٰ تعليم په ميدان كښې د راوړاندې كيدو ترغيب هم وركوي۔