د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د وفاقي كابينې غونډه٬څلور كلنه حج پالېسۍ او  د پلان 2030-2027 منظوري وركړې شوه

  اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)وفاقي كابينې د څلور كلنه حج پالېسۍ او د پلان 2030-2027 منظوري وركړه چې له مخې يې خوښي لرونكې كسان تر 2030 كوم هم كال لپاره حج رجسټريشن كولې شي۔د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې سږ كال په ښه جج انتظامات …

 

اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)وفاقي كابينې د څلور كلنه حج پالېسۍ او د پلان 2030-2027 منظوري وركړه چې له مخې يې خوښي لرونكې كسان تر 2030 كوم هم كال لپاره حج رجسټريشن كولې شي۔د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې سږ كال په ښه جج انتظامات د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف او د وزارت ډلې ستائنه وكړه۔وفاقي كابينې ته د حج پالېسۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو چې پكښې ووئېل شول  چې   نوې حج پاليسي په وړومبې ځل د يو كال په ځائے څلورو كلونو لپاره جوړ كړې شوې او په دې كښې راتلونكو څلورو كلونو لپاره منصوبه بندي شوی۔د دې پالېسۍ له مخې  پلاننګ٬آپريشنز كښې ښه والے او حاجيانو ته ښې آسانۍ وركولو ممكن شوي۔د مجوزه پالېسۍ نفاذ لپاره ايس او پيز او نور ضوابط به جوړولې شي٬پالېسي كښې به د سعودي قوانين او ضوابط تر مخه  د ضروريات له مخې بدلون كولې شي۔وفاقي كابينې ته د ريلوے وزير لخوا د پاكستان ريلوے كاركردګۍ په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته د ريلوے وزير ووئيل د ريلوے آمن 25-2024 كښې 95 ارب نه په زياتېدو تېر مالي كال 2025-2026 كښې 115 ارب روپو هدف سر كړے كوم چې 24.19 فيصد زياتوالے دے۔دغس ېفريټ آمدن كښې 8 اربه نه زيات٬ نور آمدن كښې 7 اربه نه زيات٬ پراپرټي و لينډ آمدن كښې 6 ارب څخه زيات او د مسافرو تګ راتګ څخه آمدن كښې 3.37 فيصد زياتوالے راغلے  ۔غونډې ته ووئېل شول چې دريلوے آپريشنز كښې  د ښه والي سره سره د فريټ كارګو تګ راتګ ښه والے باورې كړے شوے۔وفاقي كابينې د ريلوے وزير حنيف عباسي او د هغه د ډلې ستائنه وكړه ۔دغسې وفاقي كابينې د قانون سازۍ لپاره د كابينې قائمه كمېټۍ  د 19 مئي 2026 او د اقتصادي رابطه كمېټۍ د  2 جولائي 2026   غونډو كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔