اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي په تندۍ سره د بدلې شوې ټيكنالوجۍ٬تجارتي رجحانات او د ټولنې ضروريات ترمخه د ججانو خصوصي تربيت د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې دوي په جديد قانوني چېلنجونو په موثر ډول قابو ومومي۔وياند له مخې ده دا خبره د قانون او انصاف په وزارت كښې د ريسچر سوسائټۍ آف انټرنېشنل لاﺀ(آر …
د جديد قانوني چېلنجونو مقابلې لپاره د ججانو خصوصي تربيت ضرورې دے ۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي په تندۍ سره د بدلې شوې ټيكنالوجۍ٬تجارتي رجحانات او د ټولنې ضروريات ترمخه د ججانو خصوصي تربيت د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې دوي په جديد قانوني چېلنجونو په موثر ډول قابو ومومي۔وياند له مخې ده دا خبره د قانون او انصاف په وزارت كښې د ريسچر سوسائټۍ آف انټرنېشنل لاﺀ(آر ايس آئي ايل)او سندھ جوډيشل اكيډمۍ كراس پروونشل جوډيشل فيلوشپ پروګرام كښې شريك ايډيشنل ډسټركټ اينډ سيشن ججز پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔اعظم نذير تارړ ووئيل دانصاف نظام د بدلو شوو تقاضو سره سمول پكار دے او ټيكنالوجي٬كمرشل٬قوانين او متبادل تنازعاتي حل(اے ډي آر)پشان څانګو كښې پوهه د سباؤن عدليې لپاره ضرورې ده ۔ده عدالتي د كار استعداد كښې زياتوالے او قانوني اصلاحات لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔د قانون وفاقي وزير ووئيل انټرنېشنل ميډي ايشن اينډ آربيټريشن سينټر(آئي ايم اے سي)له مخې تراوسه نزدې 1400 ججز٬وكيلانو ٬سركاري افسرانو ٬ د تعليم پوهانو او نورو پيشه وره كسانو تربيه ترلاسه كړی ۔په دې موقع د آئي ميك رجسټرار احسان الله خان د پلاوي هركلے وكړو او د آر ايس آئي ايل ايګزيكټو ډائرېكټر جمال عزيز او سندھ جوډيشل اكېډمۍ ډائرېكټر ډاكټر عارف راجپوت د فيلوشپ پروګرام اغراض و مقاصد باندې رڼا واچوله۔آئي ميك پراجيكټ ډائرېكټر او د قانون او انصاف وزارت سينئر كنسلټنټ عائشه رسول د ادارې كاركردګۍ٬كاميابو او ثالثۍ و مصالحت ودې لپاره په روانو اقدامات بريفنګ وركړو او ايډېشنل ډائرېكټر ګلفام حميد د قانون او انصاف وزارت مينډيټ او مهم قانوني اصلاحات جاج وړاندې كړو۔











