اسلام آباد۔7جولائی (اے پي پي )د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي خیبرپښتونخوا كښې د حکومت جورېدو نه پس صوبه كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې، وزیراعلیٰ او د صوبائي کابینې غړو تر اوسه يوازې د اډیاله زندان نه بهر په ناسته او د صوبې د وسائلو په ضائع کولو زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس …
خیبرپښتونخوا كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې ، وزیراعلیٰ او صوبائي کابینې تر اوسه د اډیاله زندان نه بهر په ناسته او د صوبې وسائلو په ضائع کولو زور راوړے دے ، ډاکټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔7جولائی (اے پي پي )د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي خیبرپښتونخوا كښې د حکومت جورېدو نه پس صوبه كښې هيڅ ترقي نه ده راغلې، وزیراعلیٰ او د صوبائي کابینې غړو تر اوسه يوازې د اډیاله زندان نه بهر په ناسته او د صوبې د وسائلو په ضائع کولو زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس يو بیان كښې ده ووئېل د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د اولسي ریلیف په ځائے د غړو د ذاتي مفادات بل وړاندې كړے شو٬ غړي د ټول ټیکس نه مستثنیٰ ګرځول كومه فلاحي منصوبه ده ؟ ده ووئېل د کے پي د اسمبلۍ غړي تر اوسه د 8 ممنوعه بور د وسلې لائسنس تر لاسه كولې شي ، د اسمبلۍ غړو او د هغوي كور ودانو ته د تاحیات بلیو پاسپورټ وركولو چمتوالے نيولے كېږي ، د کے پي د اسمبلۍ غړي به په سرکاري ګیسټ هاوس كښې 3 ورحې وړيا قیام کولې شي











