وفاقي وزير رانا تنوير حسين د مراكش د كر كېلې وزير احمد البواري سره ملاقات، زرعي څانګه كښې سټريټجكي مرستي لا قوي كولو ته اتفاق

  اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د نهي په ورځ رباط كښې د مراكش د كر كېلې، ماهي ګيري، كلي والې ترقي او د ځنګلات وزير احمد البواري سره ملاقات وكړو چې پكښې زرعي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي ته لا ودې وركولو له په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهي په ورځ د وزارت د …

 

اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د نهي په ورځ رباط كښې د مراكش د كر كېلې، ماهي ګيري، كلي والې ترقي او د ځنګلات وزير احمد البواري سره ملاقات وكړو چې پكښې زرعي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي ته لا ودې وركولو له په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهي په ورځ د وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې دواړو وزيرانو كركېلې او د غذائي تحفظ په څانګو كښې د رواني دوه اړخيزه مرستي جاج واخست او  د زرعي تجارت، لائيو سټاك پرمختګ ،د كار استعداد زياتولو او د تكنيكي پوهي او تجربو تبادلې پشمول په بيلو څانګو كښې په مرستي زياتول د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو ډلو د شريكي خوښې په څانګو كښې مرستي لا مستحكمولو او د خپل شريك عزم پخلے وكړو او دې خبري ته سلاح يوه شوه چې پاكستان او مراكش ترمينځه زرعي همكارۍ ته به لا ودي وركولو له نزدې رابطې به برقرار ساتلې شي۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير رانا تنوير حسين احمد البواري له د پاكستان سركاري دورې بلنه هم وركړه۔

مزید خبریں