د پاكستان او تركيې ترمينځه بيلو څانګو كښې اړيكې او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب

  اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي كابينه د تركيې دورې په اړه باور كښې اغستو سره دا هيله څرګنده كړې چې د پاكستان او تركيې ترمينځه به بيلو څانګو كښې اړيكې او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔وزيراعظم كابينې ته ووئيل مت تهران كښې …

 

اسلام آباد07  جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي كابينه د تركيې دورې په اړه باور كښې اغستو سره دا هيله څرګنده كړې چې د پاكستان او تركيې ترمينځه به بيلو څانګو كښې اړيكې او ورورولي به لا قوي او مستحكمه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔وزيراعظم كابينې ته ووئيل مت تهران كښې تېره جمع د شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په آخري رسومات كښې ګډون وكړو ۔د پاكستان حكومت او اولس لخوا د ايران سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وشوه ۔د دغې نه پس زهه د وفاقي كابينې ځينو غړو سره د تركيې په دوره لاړم چرته چې بزنس كنفرنس كښې مو ګډون وكړو ۔د تركيې سرمايه كارو په لوي شمېر كنفرنس كښې ګډون كولو ٬دغسې ماته  ته په پاور سيكټر٬ډسكوز نجكارۍ٬ټرانسميشن لائنز لائن لاسز٬مائنز اينډ منزلز او انرجي سيكټر هم پريزينټيشنز راكړے شو ۔ په دغه مهال د تركيې سرمايه كارو پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې  خوښي څرګنده كړه ۔وزيراعظم ووئيل  زما د تركيې دورې په مهال كاروباري ډلو سره ملاقاتونه شوي٬د تركيې كمپنو ته د توان٬كان كني و معدنيات٬انفراسټركچر  په ره د سرمايه كارۍ بلنه وركړې شوې ۔دغسې  تركيې كمپنو ته د پاكستان په ترجيحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ  دائره پراخه كولو هم بلنه وركړی شوه ۔د پاكستان او تركيې ترمينځه رابطو او سرمايه كاري زياتولو لپاره دواړو اړخو په محنت سره كار كړے د كوم به چې په راتلونكې وخت كښې ګټهورې نتيجې رامخې ته شي او زمونږ شريكو اړيكو او ورورولۍ ته به هم وده ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل  د تركيې صدر طيب اردوان ملاقات لپاره بللے ووم٬د هغه سره خبرې  ډېرې ګټورې او تعميري وې٬راتلونكې وخت كښې به زمونږ اړيكې لا مستحكمې او قوي شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم اسلام آباد كښې د پاك فضائيه آفيسر ګروپ كيپټن عاصم طارق په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه كوم چې تېره ورځ د يوې ميرمنې په حفاظت كولو كښې شهيد شوے ؤ ۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے  او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔وزيراعظم ووئيل  تورن نيولے شوے ٬هغه له به د قانون تر مخه سخته سزا وركولې شي۔وزيراعظم په بلوچستان كښې د 15 خوارجو په وژلو هم امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔دغسې د وفاقي كابينې غونډه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره لاس نيوه وشوه۔

مزید خبریں