اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري زيارت كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرو د بريد سختې غندنې كولو سره ووئېل د خوږ هېواد مېړنو زامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو په قربانۍ او د بهادرۍ عظيم مثال رقم كړے۔د نهې په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به چرې هم …
وفاقي وزير طارق فضل چوهدري زيارت كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري زيارت كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرو د بريد سختې غندنې كولو سره ووئېل د خوږ هېواد مېړنو زامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو په قربانۍ او د بهادرۍ عظيم مثال رقم كړے۔د نهې په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به چرې هم ضائع نه ځي٬قام به د خپلو اتلانو جرات او وفاداري تل ياد ساتي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو بهادرو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔











