پينډۍ 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي پارليماني سيكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي پاكستان به د اوبو په خپلو حقونو، قامي خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا هيڅ ډول سودا نشي كولې۔ده ووئيل د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې په اړه يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قانون، معاهداتي ذمه وارو او د شريكو نړيوالو اوبو د لارو په اړه د اصولو ښكاره …
پاكستان به د اوبو په خپلو حقونو، قامي خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا هيڅ سودا ونه كړې۔ دانيال چوهدري

مزید خبریں
پينډۍ 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي پارليماني سيكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي پاكستان به د اوبو په خپلو حقونو، قامي خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا هيڅ ډول سودا نشي كولې۔ده ووئيل د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې په اړه يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قانون، معاهداتي ذمه وارو او د شريكو نړيوالو اوبو د لارو په اړه د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده كومه به چې په هيڅ صورت قبلول نه كړې شي۔خپل يو بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د سندھ طاس لوظ نامه مؤثره نړيواله لوظ نامه ده كومه چې څوك هم په يو اړخيزه ډول معطل يا غير مؤثر كولې نشي۔ده ووئيل د لوظنامې كمزورې كولو ټولي هڅي نه يواځې د پاكستان د 24 كروړه څخه زيات اولس د اوبو سلامتيا بلكه نړيوال معاهداتي نظام تشخص لپاره هم خطر لري۔ وفاقي پارليماني سيكرټري واضحه كړه چې اوبه د پاكستان لپاره د بنيادي قامي سلامتيا معامله ده او سندھ طاس لوظ ناكې ترمخه د پاكستان برخي اوبو لاره نيول ، مخ اړول يا هغه د وسلې په توګه د كارولو كومه هم هڅه به د پاكستان د قامي سلامتيا په ضد سنګين اقدام ګڼلې شي۔ده ووئيل د پاكستان مؤقف واضحه دے چې د پاكستان جائزو د اوبو حقونو سلب كولو يا د اوبو لاري نيولو كومه ههم هڅه به “اقدام جنګ” (Act of War) ګڼلې شي۔ پاكستان د خپلې قامي ګټې ، خپلواكۍ او اولسي حقونو تحفظ لپاره د نړيوال قانون ترمخه د موجودو ټولو سفارتي، سياسي او قانوني ذريعو استعمالولو حق خوندي لري۔











