بشكيك 07 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د اعلیٰ پائي يو پلاوي سره د كرغزستان خپلي دورې په مهال د نهي په ورځ د جمهوريه كرغزستان صدر سادير ژاپاروف نورګوجوئيوچ سره ملاقات وكړو ۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د صدر مملكت دا دوره د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا او آزمائيلو شوو اړيكو عكاسي كوي كومه …
صدر آصف علي زرداري د كرغزستان خپل هڅنګ سره ملاقات، دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
بشكيك 07 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د اعلیٰ پائي يو پلاوي سره د كرغزستان خپلي دورې په مهال د نهي په ورځ د جمهوريه كرغزستان صدر سادير ژاپاروف نورګوجوئيوچ سره ملاقات وكړو ۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د صدر مملكت دا دوره د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا او آزمائيلو شوو اړيكو عكاسي كوي كومه چې په شريكه عقيده ، تاريخ او كلتوري همغږۍ اډانه دي ۔ ملاقات څخه وړاندې رخ اوردو كلچرل سينټر كښې د صدر مملكت په درناوي كښې د هر كلي سركاري دستوره وشوه۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي د دوه اړخيزه مرستي ټولو څانګو جاج واخست او د تجارت، توان، رابطه سازۍ، سياسي و تجارتي مرستي،كلتور، تعليم، اولسي رابطو او د كاسا-1000 منصوبې پيش رفت پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي په نوو موقعو يې غور وكړو۔ په دې موقع اقتصادي، كلتوري، بين الپارليماني او تزويراتي همكارۍ لا پراخه كولو صلاحيت هم رامخې ته كړے شو۔ صدر آصف علي زرداري دسمبر 2025ء كښې د كرغز صدر د پاكستان سركاري دورې ذكر كولو سره ووئيل په تيرو دوو لسيزو كښې د كوم هم كرغز صدر د پاكستان دغه وړومبۍ دوره وه د كومي په نتيجه كښې چې په 16 لوظنامو او مفاهمتي يادداښتونو لاس ليك شوے۔ ده ووئيل د پاكستان ’’وژن سينټرل ايشيا‘‘ پاليسۍ كښې كرغزستان ته مهم مقام ترلاسه دے۔ صدر آصف علي زرداري د كرغزستان صدر له 28 ۔ 2027 مودې لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غير مستقل غړي په حيث د كرغزستان په تاريخي انتخاب هم مباركي وركړه۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو، اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي)، اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او)، شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) او په نورو ګڼ اړخيزه فورمز د جمهوريه كرغز سره د نزدې مرستي خوښي لري۔ ده ووئيل د سيمه ايز او نړيوال پيشرفت په اړه شريك مفاهمت ته ودې وركولو لپاره پارليماني، دفاعي، سكيورټي او د تزويراتي پاليسي په څانګو كښې د تبادلو هركلے به كولې شي۔ دواړو لارښودو په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د خبرو اترو د لارې امن، استحكام او د پرمختګ ودي لپاره ئې د شريك عزم پخلے وكړو۔په دې موقع د جمهوريه كرغز د روغتيا وزارت او پاكستان ډرګ ريګوليټري اتھارټي (ډريپ) ترمينځه يو مفاهمتي يادداښت د كرغز د روغتيا وزير داميربيك عثمانوف او د پاكستان د روغتيا وزير وزير مملكت ډاكټر مختار بھرتھ لاس ليك وكړو۔دې نه پس دواړو لارښودو په دې موقع په يوه شريكه اعلاميه هم لاس ليك وكړو۔ ملاقات كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري، د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار بھرتھ، سينيټر سليم مانډوي والا، ډاكټر عاصم حسين، صدر مملكت وياند مرتضيٰ سولنګي او كرغزستان كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔ ملاقات نه پس د كرغزستان صدر د اړخه د صدر پاكستان په درناوي كښې مېلمستيا وركړې شوه۔











