ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخ نيوي لپاره شريكي هڅي ګړندۍ كړي۔ د وزيراعظم  شهباز شريف د پوليو نګرانۍ بورډ پلاوي سره خبرې

  اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو او پوليو هاټ سپاټس ته  د خاص پام لرني سپارښتنې سره ووئېل چ هېواد څخه د پوليو خاتمه مهمه قامي پام لرنه ده، ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخنيوي لپاره شريكي هڅي تندي كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نګراني بورډ 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د …

 

اسلام آباد 07 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو او پوليو هاټ سپاټس ته  د خاص پام لرني سپارښتنې سره ووئېل چ هېواد څخه د پوليو خاتمه مهمه قامي پام لرنه ده، ټول سټيك هولډرز دې د پوليو مخنيوي لپاره شريكي هڅي تندي كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نګراني بورډ 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهي په ورځ ده سره ملاقات وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې روټري پوليو اوور سائيټ بورډ مشر مائيك ميکګور،  د ګيټس فاؤنډيشن ګلوبل ډويلپمنټ صدر کرس ايلائيس ،   د ډبليو ايچ او ريجنل ډائريکټر  ډاکټر حنان بلخي ، يونيسيف ، ګاوي او پاکستان كښې د پوليو مخنيوي لپاره د مرستي نورو شراکت دارو استازي موجود وو۔ وزيراعظم د پلاوي هركلے وكړو او د پوليو مخنيوي لپاره ئې د شراکت دارو د پاكستان حکومت سره په مرسته كولو مننه وكړه ۔ ده ووئيل د پاکستان د بچو سباؤن د پوليو غوندې ناوړه رنز څخه ساتلو له هرممکن اقدام کوو۔ وزيراعظم په غونډه كښې د پوليو څخه پاك  پاکستان عزم پخلي كولو سره ووئيل د پوليو خاتمه مهمه قامي  پام لرنه ده،ټول سټيك هولډرز د پوليو مخنيوي لپاره دې شريكي هڅي تندي كړي۔ وزيراعظم جنوبي خېبر پښتونخوا كښې د پوليو هاټ سپاټس ته د خاص پارم لرني او د موثره تګلاري خپلولو سپارښتنه وكړه۔ده روټري انټرنيشنل، ګيټس فائونډيشن، ډبليو ايچ او، يونيسيف، کنګ سلمان ريليف، سينټر فار ډيزيز کنټرول اينډ پريوينشن يو ايس اے او ټولو شراکت دارو د پوليو مخنيوي په اړه اقدامات مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د روغتيا  وزير ، د روغتيا وزير مملکت ، د پوليو مخنيوي فوکل پرسن، د پوليو مخنيوي نيشنل کوآرډينيټر او د حکومتي ډلي غړو د پوليو مخنيوي لپاره اقدامات د ستائني وړ دي۔ پلاوي پوليو فري پاکستان لپاره د حکومت موثره اقدامات ستائيلو سره په ښه پيش رفت وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ملاقات كښې د روغتيا  وفاقي وزير سيد مصطفي کمال، د وزيراعظم د پوليو مخنيوي فوکل پرسن سينيټر عائشه رضا فاروق او اړوند اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں