اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د صحت وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال وفاقی پايه تخت نوموړي روغتون پمز ایمرجنسی ډیپارټمنټ كښې د پیشنټ فیسیلیټیشن اسسټنټ سروس پيل كول د روغتون په تاریخ كښې يوه لويه كاميابي وګرځوله۔ پیشنټ فیسیلیټیشن اسسټنټ سروس پرانستي دستوري ته وينا كښې ده ووئيل په 1984 كښې د پمز جوړيدو په وخت د اسلام آباد آبادی نزدې 7 لكهه وه كومه چې اوس نزدې …
د اسلام آباد د صحت 28 بنیادی مرکزونو په فعالولو كار روان دے۔د صحت وفاقی وزیر پمز كښې دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د صحت وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال وفاقی پايه تخت نوموړي روغتون پمز ایمرجنسی ډیپارټمنټ كښې د پیشنټ فیسیلیټیشن اسسټنټ سروس پيل كول د روغتون په تاریخ كښې يوه لويه كاميابي وګرځوله۔ پیشنټ فیسیلیټیشن اسسټنټ سروس پرانستي دستوري ته وينا كښې ده ووئيل په 1984 كښې د پمز جوړيدو په وخت د اسلام آباد آبادی نزدې 7 لكهه وه كومه چې اوس نزدې 50 لكهه ده۔دا روغتون د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا څخه راغلو رنځورانو له هم طبی سهولیات وركوي۔تير وخت كښې پمز كښې د ورځي نزدې دوه سوه رنځوران راتلل دغسې اوس دغه شميره اوس د 7 زره نه تر 9 زرو ته رسيدلي ده ۔ د كورنيو پشمول د ورځي 35 نه تر 40 زره كسان پمز كښې موجود وي،كوم چې د يوې لوي اجتماع برابر دي۔ده ووئيل 7 لكهه كسانو لپاره جوړ شوے روغتون نن د كروړونو آبادۍ بار پورته كوي۔وفاقی وزیر ووئيل حکومت د حقائق په پټولو باور نه لري او مني چې موجودہ صورتحال مثالي نه دے، انتظامي کمزورۍ شته،دغسې د هغې لري كولو او نظام ښه كولو لپاره ګامونه پورته كوو۔مصطفیٰ کمال ووئيل د پاکستان بنیادی مسئله کمزورے پرائمري هیلتھ کیئر سسټم دے، د نزلې ، زکام او تبې په شان معمولي رنځورانو ته لوي او ټیچنګ هاسپټلز ته د راتللو ضرورت نه وي،خو د روغتيا بنیادی مرکزونه غیر فعاله كيدو له امله دا بار د پمز په شان روغتونونه پورته كوي۔ده ووئيل د اسلام آباد 28 بنیادی روغتيا مرکزونو (بی ایچ یوز) په فعال كولو كار كوو دغسې چې په لويو رغتونونو فشار كم شي۔ده اعلان وكړو چې پمز كښې فیراپلس مشین فعاله كړے شوے او دې نه پس د زړه رنځورانو له جدید ويړيا آسانۍ وركولې شي او په دې اړه موجود انتظامي خنډان لري كړې شوي۔ده ووئيل دبچو پيدا كولو كښې د مناسب دمې د اختیارولو ترغیب به وركول وي ځكه چې آبادۍ كښې زياتوالے د صحت، تعلیم او په نورو بنیادي سهولیات زيات فشار اچوي۔مصطفیٰ کمال ووئيل په پاکستان كښې هر يو دريم كس د شوګر رنځور دے او نزدې 68 فیصده رنځونه يواځې د پاكو اوبو نشتوالي له امله پيدا كيږي۔ده ووئيل پاكي اوبه وركول د روغتيا وزارت كار نه دے بلکه د مؤثره بلدیاتی نظام ذمه واري ده۔ده ووئيل د 18 م آئینی بدلون مقصد اختیارات او وسائل تر لاندې كچي رسول وؤ، خو د وفاق څخه د وسائلو صوبو ته منتقل كيدو باوجود د یونین کونسل په كچه مؤثره نظام نه دې جوړ شوے۔ده ووئيل يو څو سوه بیوروکریټس ټول نظام نه شي چلولې دغسې د فعاله بلدیاتی نظام په صورت كښې د اولسي مسئلو حل له مرسته تر لاسه كيدس شي۔مصطفیٰ کمال ووئيل حکومت په 18م بدلون د بشپړ عملدرآمد خوښي لري دغسې چې اختیارات او وسائل په حقیقی معنو كښې اولس ته په درشل ورسولې شي او د صحت پشمول د بنیادي خدمات وركولو كښې ښه والے راشي











