اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د چولپان اتا كے اسي كال نړيوالې هوائي اډې ته ورسېدو ۔ كرغز صدر سادير ژاپاروف په اسيك كول نړيواله هوائي اډه د خپل پاكستانتي هم څنګ هر كلے وكړو۔په دې مهال صدر مملكت ته ګارډ آف آنرز وړاندې كړے شو ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه د محترمه بېنظير بهټو …
د آصف علي زرداري كرغزستان ته تګ٬ د كرغز صدر سادير ژاپاروف لخوا هر كلے
اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د چولپان اتا كے اسي كال نړيوالې هوائي اډې ته ورسېدو ۔ كرغز صدر سادير ژاپاروف په اسيك كول نړيواله هوائي اډه د خپل پاكستانتي هم څنګ هر كلے وكړو۔په دې مهال صدر مملكت ته ګارډ آف آنرز وړاندې كړے شو ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه د محترمه بېنظير بهټو په كال 1995 كښې د تاريخي دورې نه پس د جمهوريه كرغز دوره كونكے صدر آصف علي زرداري د پاكستان وړومبے صدر دے۔ دا دوره د محترمه بېنظير بهټو شهيدې د تاريخي دورې كرغزستان نه پس د اعلې كچې روابطو د تسلسل مهمه كړۍ ده۔د دورې په مهال به صدر آصف علي زرداري او كرغز صدر سادير ژاپاروف د دوه اړخيزه اړيكو او د شرېكې مرستې د ټولو څانګو جاج اخلي ۔ په تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ كركېلې ٬ تعليم ٬ سېلګرۍ ٬ ډېجېټل معيشت او د اولسي روابط په وده به د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ دغسې د باكستان او كرغزستان د زړو اړيكو لا مستحكمولو او په سيمه ايزو روابطو زياتولو به هم خبرې اترې كېږي۔









