پنډۍ۔ 6 جولائي (اے پي پي) د موسميات محكمې په ټول هېواد كښې برنو او مينځنو سيمو كښې په راراوانو دوو ورځو كښې د جاكړ او برېښنا سره د باران پېشنګوئې كولو سره اړوندو ادارو ٬ مسافرو او كرونده ګرو ته د اختياطي تدابير خپلولو سپارښتنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د موسميات محكمې تر مخه د راراونو 12 ساعتو په مهال د مغربي سيلۍ يوه بله سلسله …
بره او مينځنو سيمو كښې په راروانو دوو ورځو كښې د جاكړسره د برېښنا او د باران امكان دے ٬ د موسميات محكمه
پنډۍ۔ 6 جولائي (اے پي پي) د موسميات محكمې په ټول هېواد كښې برنو او مينځنو سيمو كښې په راراوانو دوو ورځو كښې د جاكړ او برېښنا سره د باران پېشنګوئې كولو سره اړوندو ادارو ٬ مسافرو او كرونده ګرو ته د اختياطي تدابير خپلولو سپارښتنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د موسميات محكمې تر مخه د راراونو 12 ساعتو په مهال د مغربي سيلۍ يوه بله سلسله د هېواد بره سيمو باندې به اثر پرېباسي چې ورسره به مختلف سيمو كښې د بارانونو يوه نوې لړۍ پېل كېدې شي ۔ د موسميات محكمې تر مخه كشمير او خېبر پښتونخوا كښې د 6 جولائي شپې د 8 نه په مختلف ځايونو د جاكړ او برېښنا سره دمه په دمه د باران امكان دے او په ځېنې ځايونو تېز باران هم كېدې شي۔ دغسې په 7 او 8 مه جولائي وزيرستان ٬ بنو او دېره اسماعيل خان كښې هم په څه ځايونو د باران امكان دے۔ د پېشنګوئې تر مخه اسلام آباد ٬ پنډۍ ٬ مري ٬ ګليات ٬ اټګ ٬ چكوال او د جهلم بشمول د پنجاب مختلف سيمو كښې هم په 6 م جولائي د مازيګر او شپې په مهال د باران امكان دے۔










