لاهور 06 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف ويژن ترمخه پاکستان ريلوے ګټه وره اداره جوړولو له شپه ورځ چمتو يو،د هېواد په تاريخ كښې په وړمبي ځل په كال 2025-26 كښې ريلوے د 115 اربه روپو ريونيو جنريټ کړي،کرپشن ختمولو ته خاص پام لرنه كوو،ډيجيټائز يشن عمل په کاميابۍ سره روان دے،د پېښو څخه بچ كيدو لپاره …
د وزيراعظم شهباز شريف ويژن ترمخه پاکستان ريلوے ګټه وره اداره جوړولو له چمتو يو،د هېواد په تاريخ كښې په وړمبي ځل ريلوے 115 اربه روپۍ ريونيو ترلاسه كړه ۔حنيف عباسي

مزید خبریں
لاهور 06 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف ويژن ترمخه پاکستان ريلوے ګټه وره اداره جوړولو له شپه ورځ چمتو يو،د هېواد په تاريخ كښې په وړمبي ځل په كال 2025-26 كښې ريلوے د 115 اربه روپو ريونيو جنريټ کړي،کرپشن ختمولو ته خاص پام لرنه كوو،ډيجيټائز يشن عمل په کاميابۍ سره روان دے،د پېښو څخه بچ كيدو لپاره پخوانۍ ودانۍ بحال كړې كيږي،پاور پلانټس کمي لرې كولو له ټول وسائل كارولې كيږي،پاکستان ريلويز څلور واړه صوبي خپلو كښې تړلي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ريلويز هيډ کوارټرز كښې يو پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د ريلوے چيف ايکزيکټيو آفيسر حفيظ الله، ايډيشنل جنرل منيجر مکينيکل محمد يوسف، ايډيشنل جنرل منيجر ټريفك سفيان سرفراز ډوګر، ايډيشنل جنرل منيجر انفراسټرکچر حماد حسن مرزا او نور هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه او د هغه وژن له مخې پاکستان ريلوے ګټه وره اداره جوړولو له ټول اقدامات كوو،پاکستان ريلوے 78 كلونو كښې په وړومبي ځل 115 اربه روپۍ ګټلي۔وفاقي وزير ووئيل ريلوے د مسافر ټرينونو نه 50 نيم اربه روپۍ،فريټ څخه 41 اربه روپۍ، پراپرټي اينډ لينډ څخه 12 اربه روپۍ،کمرشل څخه 2 اربه روپۍ او سکريپ څخه 2 اربه روپۍ ګټلي،ريلوے فريټ كښې ګروتھ 27.78 فيصده ، د مسافر ټرينونو د تير كال په مقابل كښې 48 په ځائے 51 اربه روپۍ ګټلي ، ده ووئېل د ګډ ګورننس په سوب د ريلوے انکم زياتيږي،كال 2023-24 كښې 88 اربه، كال 2024-25 كښې 92 اربه او اوس كال 2025-26 كښې 115 اربه روپۍ آمدن ترلاسه شو،د دې كاميابۍ په شا د ريلوے ټولو ملازمانو او آفيسرانو شپه ورځ محنت شامل دﺀے،په دې زه دوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ده ووئېل سږ كال فريټ ټرينونو څخه 65 اربه روپۍ او پسنجر ټرينونو څخه 60 اربه روپۍ ريونيو د پيدا کولو هدف دے كوم به چې سر كولې شي۔











