اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وفاقي سروس ټريبونل ډيجيټل بدلون سره به عدالتي کارروائيو كښې تاخير کم شي، د انصاف نظام به لا سپېځلے، موثر او عوام دوسته جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وفاقي سروس ټريبونل (ايف ايس ټي) لپاره د اي-اپيل مينجمنټ سسټم (اي اے ايم ايس)، پبلك انټرفيس، …
د انصاف نظام د جديد ټيکنالوجي سره تړلو ته حكومت پام لرنه كوي۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وفاقي سروس ټريبونل ډيجيټل بدلون سره به عدالتي کارروائيو كښې تاخير کم شي، د انصاف نظام به لا سپېځلے، موثر او عوام دوسته جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وفاقي سروس ټريبونل (ايف ايس ټي) لپاره د اي-اپيل مينجمنټ سسټم (اي اے ايم ايس)، پبلك انټرفيس، مينجمنټ ډيش بورډ او د مقدمو آن لائن سماعت لپاره د ويډيو لنك سهولت پرانستې كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل حکومت د انصاف وركړه د جديد ټيکنالوجي سره تړلو له عملي اقدامات کوي۔وفاقي وزير ووئيل د عدالتي نظام ډيجيټلائزيشن د حکومتي اصلاحاتي ټګلارې مهمه برخه ده چې مقصد ئې اولس ته تند رفتاره، سپېځلے او موثر انصاف باوري كول دي۔ده ووئيل وفاقي سروس ټريبونل كښې د جديد ډيجيټل نظام لاګو كولو سره به سائلين، وکيلانو او عدالتي عملې ته ښه سهوليات وركړے شي او د مقدمو په انتظام كښې به ښه والے راشي۔د قانون و انصاف وزارت ډويلپمنټ ونګ د اړخه جوړ په ويب اډانه اي-اپيل مينجمنټ سسټم (اي اے ايم ايس) د وفاقي سروس ټريبونل چيئرمين جسټس (ر) روح الامين خان په نګرانۍ كښې جوړ شوے كوم چې اسلام آباد، لاهور، کراچۍ ، پېښور او کوئټه پشمول د ټريبونل په ټول بينچز نافذ کړے شوے۔د دې نظام د لارې اپيل دائر کولو نه تر پريكړې اجراء ټول مراحل به په يو كوټلي ډيجيټل پليټ فارم ترسره كولې شي۔افتتاحي دستوره كښې وفاقي سروس ټريبونل غړو،د قانون و انصاف وزارت جوائنټ سيکرټري، ډپټي او اسسټنټ اټارني جنرلز، د وکيلانو ورورولۍ استازو او بيلو وزارتونو، ډويژنو او د سرکاري ادارو افسرانو ګډون وكړو دغسې د لاهور، کراچۍ او پېښور پشمول ټريبونل کيمپ دفترو د ويډيو لنك د لارې دستوره كښې ګډون وكړو۔











