اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پروټيکټريټ آف اميګريشن ټول نظام ډيجيټائز کولو او د پاکستان سفارتخانو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو څخه خبرتيا وركولو لپاره د اقدامات تندولو سپارښتني سره وئيلي دي د پاکستان افرادي قوت صلاحيت لرونكے دے، حکومت د نړيوال معيار تعليم او په نړيواله كچه رسني لپاره هرممکن اقدامات كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري …
وزيراعظم د پروټيکټريټ آف اميګريشن نظام ډيجيټائز کولو او بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو په اړه خبرتيا لپاره د اقدامات تندولو سپارښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پروټيکټريټ آف اميګريشن ټول نظام ډيجيټائز کولو او د پاکستان سفارتخانو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو څخه خبرتيا وركولو لپاره د اقدامات تندولو سپارښتني سره وئيلي دي د پاکستان افرادي قوت صلاحيت لرونكے دے، حکومت د نړيوال معيار تعليم او په نړيواله كچه رسني لپاره هرممکن اقدامات كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو له د روزګار وركولو په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق ملك، عطاء الله تارړ، چوهدري سالك حسېن، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د نيوټيك چيئرمېن راجا قمر الاسلام، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔غونډي ته وينا كښې وزيراعظم بهر هېوادونو كښې پاکستانو سفارتخانو ته د پاکستان افرادي قوت لپاره د روزګار موقعو لټولو كښې تندي راوستلو، د پروټيکټريټ آف اميګريشن ټول نظام ډيجيټائز کولو او افرادي قوت او په خاص توګه ځوانانو له سمندر پوري پاکستانيانو وزارت، د نيوټيك او يوتھ پروګرام هنر او د بيلو ژبو کورسز د سرټيفيکيشنز باوري كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان افرادي قوت صلاحيت لرونكے دے، د نړيوال معيار تعليم و په نړيواله كچه رسني لپاره هر ممکن اقدام كوي۔ ده د پاکستان سفارتخانو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو څخه خبرتيا او ډيټا وركولو له د اقدامات تندولو سپارښتني سره ووئيل پاکستاني سرټيفيکيشنز د نړيوال معيار سره سمولو لپاره ټولي ادارې دې بيلو هېوادونو سره رابطي قوي كړي۔ده ووئيل كومو هېوادونو كښې چې د پاكستان هنرمندو لپاره د روزګار موقعې شته،د هغوي د ژبو تعليم سرټيفيکيشنز دې باوري كړې شي۔ وزيراعظم ته د افرادي قوت او په خاص توګه ځوانانو له د روزګار په موقعو تفصيلي بريفنګ كښې ووئيل شول ډيجيټل يوتھ هب كښې 8 لکهه ځوانان رجسټر شوي،بهر هېوادونو كښې تعميرات، زراعت، سېلګرۍ، صحت، ټرانسپورټ، بائيوټيکنالوجي، مينوفيکچرنګ، انفارميشن ټيکنالوجي، انجينئرنګ، نرسنګ، د داروګانو جوړولو،د خوراك څښاك څيزونو جوړولو او د شپ بلډنګ په څانګو كښې د روزګار موقعې شته۔ بريفنګ له مخې په دغه څانګو كښې پاکستانيانو له د روزګار وركولو لپاره تربيتي پروګرامز روان دي،د پاکستان سفارتخانې بيلو هېوادونو كښې د روزګار موقعو او هغې لپاره پكار قابليت په ډيجيټل يوتھ هب پورټل وركوي۔











