د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ او  د خېبر پښتونخوا د محتسب سيکرټريټ ترمينځه مفاهمتي يادداښت لاس ليك شو

  اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) د قامي اسمبلي سيکرټريټ او د خېبر پښتونخوا حكومت محتسب سيکرټريټ ترمينځه د ګل په ورځ يو مفاهمتي يادداښت (ايم او يو) لاس ليك شو چې مقصد ئې د ميرمنو حقونو، د ميرمنو د وراثتي حقونو تحفظ، پارليماني نظام كښې د ميرمنو موثره شموليت زةاتولو، د كار په ځائې د ميرمنو د ځورونو څخه د تحفظ ايکټ 2010 موثره نفاذ، د کار …

 

اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) د قامي اسمبلي سيکرټريټ او د خېبر پښتونخوا حكومت محتسب سيکرټريټ ترمينځه د ګل په ورځ يو مفاهمتي يادداښت (ايم او يو) لاس ليك شو چې مقصد ئې د ميرمنو حقونو، د ميرمنو د وراثتي حقونو تحفظ، پارليماني نظام كښې د ميرمنو موثره شموليت زةاتولو، د كار په ځائې د ميرمنو د ځورونو څخه د تحفظ ايکټ 2010 موثره نفاذ، د کار په ځائے تحفظ او د پارليماني رابطو په اړه په چارو  اداره جاتي مرسته،شريكه رابطه کاري او د معلومات تبادلې ته وده وركول دي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د مفاهمتي يادداښت ترمخه د معلومات تبادلې، د كار استعداد زياتولو ، مشاورت او تکنيکي معاونت لپاره به يو شريك فريم ورك وضع کولې شي دغسې دا خبره به هم باوري كولې شي چې د دواړو ادارو آئيني اختيار، اداره جاتي خودمختارۍ او پارليماني مراعات بشپړ احترام به برقرار ساتلې شي۔د دې لوظ ناكې ترمخه ويمن پارليماني کاکس سره مرستي ته به لا وده وركولې شي دغسې چې اولسي خبرتيا زياته شي ،د ميرمنو وراثتي حقونو تحفظ، پارليماني عمل كښې د ميرمنو موثره كډون ، د كار په ځائے ميرمنو له د حورونې د څخه تحفظ ايکټ 2010 موثره نفاذ، په قانون سازي موثر عمل درآمد او د شريك مشاورت و مکالمې د لارې موثره نګراني به باوري كولې شي۔د قامي اسمبلۍ لنډ مهاله سيکرټري سعيد احمد او د خېبر پښتونخوا حكومت محتسبې بيرسټر رباب مهدي په مفاهمتي يادداښت لاس ليك وكړو۔په دې موقع د خصوصي اقدامات سپيشل سيکريټري سيد شمعون هاشمي،د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ او صوبائي محتسب خېبر پښتونخوا آفس اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں