اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ګل په ورځ د مراکش جرف لاسفر كښې د پاکستان مراك فاسفور اېس اے (پي ايم پي) پلانټ دوره وكړه كوم چې د مراکش او سي پي ګروپ او پاکستان فوجي فاؤنډېشن ترمينځه يوه سټريټجکي شريكه منصوبه ده۔د وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د دورې په مهال …
د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير په مراکش كښې د پاکستان مراك فاسفور اېس اے پلانټ دوره،د انتظاميې او کارمندانو د پوهې ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ګل په ورځ د مراکش جرف لاسفر كښې د پاکستان مراك فاسفور اېس اے (پي ايم پي) پلانټ دوره وكړه كوم چې د مراکش او سي پي ګروپ او پاکستان فوجي فاؤنډېشن ترمينځه يوه سټريټجکي شريكه منصوبه ده۔د وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د دورې په مهال وفاقي وزير ته د پلانټ په اړه جامعه بريفنګ وركړے شو۔ده د انتظاميې او افرادي قوت سره هم ملاقات وكړو او د هغوي پيشه وره پوهه،محنت او د اعلیٰ آپريشنل معيار برقرار ساتلو عزم ئې وستائيلو۔په دې موقع رانا تنوير حسين ووئيل پاکستان مراك فاسفور منصوبه د پاکستان غذائي سلامتيا لپاره سټريټجکي اهميت لري۔ده ووئيل دا پي ايم پي يواځې يوه صنعتي منصوبه نه بلکه د پاکستان او مراکش ترمينحه د اوږدې مودې ملګرتيا او سټريټجکي شراکت دارۍ علامت ده۔ رانا تنوير حسين ووئيل دې مرستي شريك معاشي قدر پيدا کړے ، دوه اړخيزه اړيكي ئې قوي كړي او سيمه ايزې او نړيواله غذائي سلامتيا كښې معنیٰ لرونكے کردار ترسره كوي۔دا شريكه منصوبه د پاکستان زرعي ضروريات پوره كولو كښې لويه كاميابي ګرځولو سره وفاقي وزير د زراعت، صنعت، تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې د مراکش سره مرستي لا زياتولو له د حکومت د عزم پخلے وكړو۔ رانا تنوير حسين ووئيل فاسفيټ او د سري څانګه كښې د پاکستان-مراکش شراکت داري دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودي وركولو او زرعي پرمختګ، صنعتي نمو او د كوټلي غذائي سلامتيا شريك اهداف مخ په وړاندې بوځي۔











