د جولائي 5 مه نېټه به د هېواد په تاريخ كښې تل د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي: د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د  5 جولائی 1977  ورځ به د هېواد په تاريخ كښې تل د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي۔ دا هغه ورځ وه كله چې د اولني ټاكلي وزيراعظم ذوالفقار علی بھټو په آئيني او جمهوري حكومت بريد وكړے شو۔ په خپل خصوصي پېغام كښی د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ذوالفقار علی بھټو پاکستان ته د …

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د  5 جولائی 1977  ورځ به د هېواد په تاريخ كښې تل د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي۔ دا هغه ورځ وه كله چې د اولني ټاكلي وزيراعظم ذوالفقار علی بھټو په آئيني او جمهوري حكومت بريد وكړے شو۔ په خپل خصوصي پېغام كښی د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ذوالفقار علی بھټو پاکستان ته د 1973 متفقه آئين وركړو۔ یوسف رضا ګیلانی د ذوالفقار علی بھټو او محترمې بېنظير بھټو شهيد جمهوريت او اولسي حقونو لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل مونږ له به په ننۍ ورځ ددې عزم پخلے كول وي چې دپارليمان برلاسۍ ٬ د آئين حاكميت او د اولس د حق به كومه هم سودا كولې نه شي۔ په جمهوريت بريد كوونكي د تاريخ په تيارو كښې پټ دي او د ذوالفقار علي بھټو نامه او فلسفه نن هم د كروړو خلكو په زړونو كښې ژوندۍ ده۔