استنبول۔4جولائی(اے پی پی) پاکستان او ترکیه د دوه اړخیزه تجارت حجم پنځه اربه ډالرو ته د لوړولو عزم څرګند كولو سره په دوه اړخیزې تجارت ، اقتصادي زونونو کښې سرمايه كارۍ او د اقتصادي همکارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شریف وویل پاکستان او ترکیې تل په هره ستونزه کښې د یو بل ملاتړ کړے دے۔ د ترکیې صدر رجب طیب اردوان نړيوال امن لپاره اسلام …
د پاکستان او ترکیه د دوه اړخیزه تجارت حجم پنځه اربه ډالرو ته د لوړولو عزم څرګندونه٬ پاکستان او تركيه تل په هر سخت وخت كښې د يو بل بشپړه ملګرتيا كړې ده: د وزيراعظم شهباز شريف ترك صدر سره خبري كنفرنس

مزید خبریں
استنبول۔4جولائی(اے پی پی) پاکستان او ترکیه د دوه اړخیزه تجارت حجم پنځه اربه ډالرو ته د لوړولو عزم څرګند كولو سره په دوه اړخیزې تجارت ، اقتصادي زونونو کښې سرمايه كارۍ او د اقتصادي همکارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شریف وویل پاکستان او ترکیې تل په هره ستونزه کښې د یو بل ملاتړ کړے دے۔ د ترکیې صدر رجب طیب اردوان نړيوال امن لپاره اسلام آباد مفاهمتي یادښت زيات مهم ګرځولو سره وويل ټولې نړۍ دې سره د راحت ساه واخسته، ترکیه به تل د سولې او سوکالۍ لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي۔ د خالي په ورځ وزيراعظم شهباز شريف او د ترکیې صدر رجب طیب اردوان له ملاقات وروستو خبري كنفرنس ته خطاب وكړو۔ وزيراعظم خپل خطاب كښې ووئيل زه په تود هركلي او په زړه پورې مېلمه پالنه د رجب طيب اردوان مننه كوم۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيه اولس يو بل سره ژوره مينه او پېوستون لري۔ ده دا خبره ياده كړه چې د تركيه د آزادۍ په جنګ كښې د برصغير مسلمانانو بشپړه مرسته كړې وه او مېندو خوېندو خپل كالي عطيه كړي وو۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په دې وياړو چې پاكستان او تركيه يو روح دوه جسدونه دي۔ د مولانا جلال الدين رومي او د علامه اقبال فكر زمونږ لارښودنه كوي۔ ده ووئيل صدر اردوان سره ملاقات كښې بشپړه او تعميري خبره وشوه۔ مونږ په خصوصي اقتصادي زونز كښی د سرمايه كارۍ په زياتولو خبرې وكړې۔ ده ووئيل مونږ د تجارتي حجم 5 ارب ډالر هدف ترلاسه كولو عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د قبرص په مسئله د تركيه د دريځ ملاتړ كوي۔ ده په كشمير مسئله د ښكاره او كوټلي دريځ په لرلو د تركيه مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې كنفرنس ته خطاب كښی صدر رجب طيب اردون ووئيل مونږ وزيراعظم شهباز شريف او د هغه پلاوي ته هركلې وايو۔ ده په بلوچستان كښې تېره ورځ په رامخې ته شوې پېښه كښې په د بشري ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كولې سره د دواړو هېوادونو د اړيكو په سرعت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل اسلام آباد مفاهمتي يادښت سره ټولې نړۍ د اطمينان ساه اخېستې ده۔ ده په پرله پسې هڅو كولو د وزيراعظم شهباز شريف او پاكستاني قام مننه وكړه۔ ده ووئيل تركيه هم په دې لړ كښې مرسته وكړه۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن په ځاې كولو او تاؤ تريخوالې ختمولو له به تركيه خپل كردار ترسره كوي۔ ده ددې عزم پخلې وكړو چې مونږ به تل يو بل سره يو برار ولاړ پاتې كيږو۔ ده ووئيل په ملاقات كښې د تجارت 5 اربه ډالرو په رسولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔








