اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس ته د 250 مې آزادۍ ورځې مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خبل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس ته د آزادۍ 250 مې سالګرې په موقع د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل تاريخ دا څو څو وارې ثابت كړې ده چې …
د وزيراعظم شهباز شريف امريكائي صدر ته د آزادۍ 250 مې سالګرې مباركي
اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس ته د 250 مې آزادۍ ورځې مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خبل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس ته د آزادۍ 250 مې سالګرې په موقع د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل تاريخ دا څو څو وارې ثابت كړې ده چې كله هم نړيوال امن او سلامتيا سنګينو چېلنجونو سره مخ شوې ده امريكا او پاكستان يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي۔ ده ووئيل مونږ په سوئيلي آسيا كښې امن لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ مهم كردار تسليموو او ددې قدر كوو چا چې يو ممكنه تباهي خپرونكے جنګ بندولو سره د كروړونو انسانو ځانونه محفوظ كولو كښې مرسته وكړه۔ دغسې په ګرده نړۍ كښې د يو شمېر شخړو ختمولو له د هغه د پرله پسې هڅې هم د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه يو روښانه سباؤن پلو مخ په وړاندې روان دي او پاكستان د شريك احترام ٬ ګټو او د ګټورې مرستې په بنياد امريكا سره د خپلې همكارۍ لا مضبوطولو عزم لري۔









