اسلام آباد، 4 جولائی (اے پی پی) پرائیوېټ اېجوکېشنل انسټی ټیوشنز رېګولېټری اتھارټی (آئي سي ټي – پيرا) د هغه نجي تعليمي ادارو په درناوي كښی د تعريفي سندونو وېش دستوره تابيا كړه كومو چې د اتھارټی په مهمو تعليمي او سماجي هڅو 100 فيصده عمل كولو سره د ستائنې وړ خذمات ترسره كړل۔ دا اعزاز هغه تعليمي ادارو ته وركړے شو كومو چې د رائټ ټو فری اېنډ کمپلسری …
پيرا د زده كړو څانګه كښې غوره خذمات ترسره كوونكو نجي تعليمي ادارو له تعريفي سندونه وركړل
اسلام آباد، 4 جولائی (اے پی پی) پرائیوېټ اېجوکېشنل انسټی ټیوشنز رېګولېټری اتھارټی (آئي سي ټي – پيرا) د هغه نجي تعليمي ادارو په درناوي كښی د تعريفي سندونو وېش دستوره تابيا كړه كومو چې د اتھارټی په مهمو تعليمي او سماجي هڅو 100 فيصده عمل كولو سره د ستائنې وړ خذمات ترسره كړل۔ دا اعزاز هغه تعليمي ادارو ته وركړے شو كومو چې د رائټ ټو فری اېنډ کمپلسری اېجوکېشن اېکټ 2012 لاندې 10 فیصد ضرورت مند زده كوونكو ته وظائف وركړل ، د مستحق طبقو كوچنيانو ته يۍ وړيا تعليم وركړو او د پيرا لخوا رېفر شوو سكولونو څخه بهر كوچنانو ته خپلو ادارو كښې داخله وركولو سره يۍ خپله قومي ذمه واري ترسره كړه۔د دستورې خاص مېلمه د پېرا چيئرمېن ډاکټر غلام علی ملاح و۔ چیئرمېن فېډرل بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډری اېجوکېشن پروفېسر ډاکټر اکرام علی ملک په دستوره كښې د معزز مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د پېرا اعلی چارواكو ، د نجی تعلیمی ادارو مشرانو ، تعریفی سندونه ترلاسه كوونكو استازو او نورو معززينو ګډون كولو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې ډاکټر غلام علی ملاح د نجی تعلیمی ادارو خذمات ستائلو سره ووئيل دا ادارې يوازې معياري تعليم نه وركوي بلكې معاشرتي ذمه وارۍ ترسره كولو سره داسې كوچنيانو ته هم د تعليم موقعې وركوي كوم چې د مالي يا سماجي ستونزو د لاسه تعليم څخه محروم پاتې كيږي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې اتھارټي به سباؤن كښې هم د نجي تعلمي ادارو په مرسته هر كوچني ته د معياري او مساوي تعليم موقعې رسولو خپلې هڅې روانې ساتي۔ دستورې ته د فېډرل بورډ چيئرمېن پروفېسر ډاکټر اکرام علی ملک خپل خطاب كښې ووئيل د محدود وسائل او نسبتاً کمو تنخاګانو باوجود د نجي سكولونو استاذان د قوم سباؤن په جوړولو كښې د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ ده د آئی سی ټی-پی ای آئی آر اے ستائنه وكړه كومه چې چې د ادارو خذمات په ضابطه توګه تسليموي او د هغې ډاډګيرنه كوي۔ د د ستورې په پايه كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ادارو استازو ته تعريفي سندونه وركړې شول۔ ګډون كوونكو ددې عزم پخلے وكړو چې د حکومت، رېګولېټری ادارو او نجي تعليمي څانګې مرستې سره به داسې تعليمي نظام تشكيلولې شي كوم چې هر كوچني ته د معياري زده كړو ترلاسه كولو يو برابر موقعې وركړي۔








