استنبول 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه په دوه اړخيزه دوره استنبول ته رسېدلے٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د استنبول په اتاترك ايئر پورټ د تركيه د تجارت وزير پروفيسر ډاکټر عمر بولات، په ترکيه كښې د پاکستان سفير ډاکټر يوسف جنيد او د ترکيه د خارجه وزارت او سفارت نورو افسرانو د وزيراعظم هركلے …
وزيراعظم شهباز شريف د تركيه په دوه اړخيزه دوره استنبول ته ورسيد
استنبول 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه په دوه اړخيزه دوره استنبول ته رسېدلے٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د استنبول په اتاترك ايئر پورټ د تركيه د تجارت وزير پروفيسر ډاکټر عمر بولات، په ترکيه كښې د پاکستان سفير ډاکټر يوسف جنيد او د ترکيه د خارجه وزارت او سفارت نورو افسرانو د وزيراعظم هركلے وكړو٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ هم وزيراعظم سره دي۔ وزيراعظم د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان په بلنه استنبول رسېدلې چرته چې به دواړه مشرانو د پاك تركيه دوه اړخيزه اړيكو په ټولو څانګو تفصيلي خبرې كوي٬ په ملاقات كښې به په خاص توګه تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته پام كولې شي٬ دواړه مشران به د سيمه ايز امن او سلامتيا چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف په استنبول كښې د پاکستان په كوربتوب كښې بزنس كنفرنس ته وېنا هم كوي٬ چې پكښې به د خاص اقتصادي زونز، توان، آئي ټي او نجکارۍ پشمول نورو څانګو كښې په پاکستان كښې تجارت او د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كوي٬ په دې كنفرنس كښې به د تركيه نوموړي كاروباري مشران٬ سرمايه كار٬ اعلٰې سركاري چارواكي او نور شخصيات ګډون كوي۔










