تهران 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان په بلنه د ايران د شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې ګډون وكړو ٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزير سيد محسن نقوي، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د …
وزيراعظم شهباز شريف د ايران د شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې ګډون وكړو
تهران 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان په بلنه د ايران د شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې ګډون وكړو ٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزير سيد محسن نقوي، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري او نور حكومتي اهلكار هم وزيراعظم سره وو٬ د ايران سپريم ليډر په 28 فرورۍ 2026 په ايران د شوو بريدونو په مهال شهيد شوے ٶ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم اسلام لپاره د شهيد سپريم ليډر د قدر وړ خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئي شهيد تر څو لسيزو د غير معمولي بصيرت، حکمت او دورانديشۍ سره د ايراني قام لارښوونه كړې۔ وزيراعظم سپريم ليډر، آيت الله سيد مجتبيٰ حسيني خامنه اي، صدر ډاکټر مسعود پزشکيان او د ايران اولس سره په دې پېښه د مكمل يووالي څرګندونې كولو سره د شهيد مشر لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني او سپيکر اسمبلي سردار اياز صادق په قيادت كښې پارلماني پلاوي٬ پارلماني غړو او د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه هم د وزيراعظم سره په جنازه كښې ګډون وكړو ٬ د جنازې نه وروستو وزيراعظم د ترکيه په سرکاري دوره استنبول ته روان شو










