اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مرګني رنځونو خپرېدو مخنيوي لپاره ګرد هېواد كښې د غېر معياري سرنجز په جوړولو او د دې په استعمال د بشپړ بنديز لګولو او د مجرمانه غفلت مرتکب كسانو او روغتونونو په ضد د قانوني كارروائۍ كولو امر وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د …
وزيراعظم شهباز شريف ګرد هېواد كښې د غېر معياري سرنجز په جوړولو او د دې په كارولو د مكمل بنديز لكولو امر وكړو
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مرګني رنځونو خپرېدو مخنيوي لپاره ګرد هېواد كښې د غېر معياري سرنجز په جوړولو او د دې په استعمال د بشپړ بنديز لګولو او د مجرمانه غفلت مرتکب كسانو او روغتونونو په ضد د قانوني كارروائۍ كولو امر وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايډز او تور ديړي (هيپاټائټس سي) په څېر د مرګوني رنځونو مخنيوي لپاره د پورته كړو ګامونو جاج اغستو لپاره غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ، اټارني جنرل آف پاکستان منصور اعوان، د ګلوبل فنډ نمائنده Izaskun Gaviria، د پبلک هيلتھ پوهانو، د روغتيا د قامي وزرات و د ډريپ استازة او اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون كولو۔ وزيراعظم غونډې ته خپلې وېنا كښې امر وكړو چې د مرګوني رنځونو د خپرېدو لاره نيولو لپاره دې ګرد هېواد كښې د غېر معياري سرنجز په جوړولو او د دې په استعمال دې بشپړ بنديز ولګولې شي۔ ده د ضابطهې خلاف سرنجز په كارولو كښې د ككړو يا د دې په مخنيوي كښې د مجرمانه غفلت مرتکب كسانو او روغتونون په ضد د قانوني كارروائۍ كولو او په متعدي رنځونو قابو موندلو لپاره د پوهانو خاص كمېټي جوړولو امر سره ووئيل كمېټي دې خپل سفارشات مرتب لپاره په وخت صوبو سره مشاورت باوري كړي۔ وزيراعظم د قانون وزرات او اړوند ادارو سره په ګډه قانوني او ريګوليټري فريم ورك كښې ضروري بدلون لپاره د تجويزونو وراندې كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل په قامي كچه جامع لائحه جوړول او د دې موثره نفاذ هم د دې مسئلې حل دے، سرنجز څخه د رنځونو خپرېدو مستقل مخنيوي لپاره دې ډريپ د ميډيکل آلات انډسټرۍ سره مشاورت كښې پاليسي اقدامات تجويز كړي۔ وزيراعظم ووئيل د مرګوني رنځوانو د خپرېدو مخنيوي لپاره په روانو هلو ځلو كښې د نړيوالو شراكتدارو معاونت ډېر مهم دے، درملنې سره د تړلو آلاتو مينوفيکچرنګ او د صحت څانګې عملې د نړيوال معيار تربيې ته هم خاص پاملرنه غواړي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم جوړ كړي خاص ټاسك فورس او د صحت قامي وزارت لخوا د مرګوني رنځوانو د خپرېدو مخنيوي لپاره په پورته كړو ګامونو بريفنګ وركړے شو











