وزيراعظم شهباز شريف ايران ته لاړ، د آيت الله سيد علي خامنه اي په آخري رسومات كښې به ګډون كوي

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره ايران ته لاړو٬ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِ عطاء الله تارړ، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د پاکستان پيپلز پارټۍ …

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره ايران ته لاړو٬ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِ عطاء الله تارړ، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د پاکستان پيپلز پارټۍ سيکرټري جنرل نيئر حسېن بخاري او د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم شهباز شريف به په تهران كښې د ايران د شهيد سپريم ليډرآيت الله سيد علي خامنه اي په آخري رسومات كښې ګډون كوي٬ وزيراعظم به د پاکستان اولس او د حكومت لخوا د ايران قيادت او غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او د غم په دې ګهړۍ كښې به د ايران وروڼو سره د پاکستان د بشپړ يووالي پخلے كوي۔ د دې نه وروستو به وزيراعظم په دوه اړخيزه دوره تركيه لپاره د تهران نه استنبول ته روانېږي