تهران۔3 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوړې كچې پلاوي سره په يوه ورځنۍ دوره تهران ته ورسېد۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په مهر آباد ايئرپورټ د ايران داخله وزير سکندر مومني ٬ په تهران كښې د پاكستان سفير عمران احمد صدیقي او د پاكستان او ايران اعلی سفارتي چارواكو وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم شهباز شریف به په تهران كښې …
وزيراعظم د اعلې كچې پلاوي سره تهران ته ورسېد، د سید علی خامنه ای په وروستو رسومات كښې به ګډون كوي

مزید خبریں
تهران۔3 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوړې كچې پلاوي سره په يوه ورځنۍ دوره تهران ته ورسېد۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په مهر آباد ايئرپورټ د ايران داخله وزير سکندر مومني ٬ په تهران كښې د پاكستان سفير عمران احمد صدیقي او د پاكستان او ايران اعلی سفارتي چارواكو وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم شهباز شریف به په تهران كښې د ايران شهيد سپريم ليډر آیت اے سید علی خامنه ای په وروستو رسومات كښې ګډون كوي۔ وزیراعظم به د پاكستاني اولس او حكومت لخوا ايراني مشرتابه او غمجنيو كورنيو سره غمرازي او د غم دړد په دې سخت وخت كښې ايراني اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار، چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، وفاقی وزیر عطاء الله تارړ، د پاكستان پیپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، عمومي سېكرټري سید نیئر حسېن بخاري، د سندھ اعلی وزير سید مراد علی شاہ او پارليماني غړي به هم وزيراعظم سره په وروستيو رسومات كښې ګډون كوي۔











