د سېنېټ چيئرمين د خپل پلاوي سره تهران ته ورسېد، د آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې به ګډون كوي

تهران 03 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټ سيد يوسف رضا ګيلاني د لوړې كچې يو پلاوي سره تهران ته رسېدلے  چرته چې به د ايران سپريم ليډر شهيد آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه او كفن دفن كښې ګډون كوي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سره دے۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې تهران ته په راتګ …

تهران 03 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټ سيد يوسف رضا ګيلاني د لوړې كچې يو پلاوي سره تهران ته رسېدلے  چرته چې به د ايران سپريم ليډر شهيد آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه او كفن دفن كښې ګډون كوي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سره دے۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې تهران ته په راتګ د ايران چارواكو او پارلماني استازو د پاکستاني پلاوي تود هركلے وكړو٬ د ايران دورې په مهال د سېنېټ چيئرمين د ايران قيادت او پارلماني چارواكو سره ملاقاتونه هم متوقع دي، چې پكښې به په دوه اړخيزه اړيكو، پارلماني مرسته او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔