د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان پرتګال اړيكو له مستحکمولو له د عزم پخلے

  اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره په  پاکستان كښې د پرتګال سفیر، پاؤلو میګوئیل ګوئیډس ډومینګیز په پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن د پرتګال سفیر هركلي كولو سره د پاکستان او پرتګال ترمينځه د ملګرتيا او ښو اړيكو لا قوي كولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔د سېنېټ سیکرټریټ له مخې ملاقات كښې د سېنېټ …

 

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره په  پاکستان كښې د پرتګال سفیر، پاؤلو میګوئیل ګوئیډس ډومینګیز په پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن د پرتګال سفیر هركلي كولو سره د پاکستان او پرتګال ترمينځه د ملګرتيا او ښو اړيكو لا قوي كولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔د سېنېټ سیکرټریټ له مخې ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې شريكي او په ګڼ اړخيزه كچه د امناكه استحکام او تل پاتي پرمختګ  زياتولو لپاره نزدې مرسته لري۔د سېنېټ چیئرمېن د اعلیٰ پائې رابطو ته لا ودي وركولو په اهميت زور راوړلو سره هيله څرګنده كړه چې اسلام آباد كښې دوه اړخيزه سیاسی مشاورتي غونډه به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستي لا زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔د اقتصادی اړېكو ذكر كولو سره سید یوسف رضا ګیلانی د دوه اړخيزه تجارت پرله پسې زياتيدو هركلے وكړو او تجارت، سرمایه كارۍ، زراعت، انفارمېشن ټیکنالوجی، تعلیم، كلتور او د بلیو اکانومي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو په حاجت ئې زور راوړو۔ده د جی اېس پی پلس په اړه د پاکستان په مرسته كولو د پرتګال مننه وكړه او په دې لړ كښې د مرستي روانې ساتلو هيله ئې څركنده كړه۔د سېنېټ چیئرمېن پرتګال كښې مېشته پاکستانیان د دواړو هېوادونو ترمينځه اړېكو قوي كولو كښې يو مؤثر پل وګرځولو۔ده تعلیمی مرستي، د پوهنتونونو ترمينځه تبادلو او د هنرمند افرادي قوت تګ راتګ ته د ودي وركولو په حاجت زور راوړلو سره لیبر موبیلټی پارټنرشپ لوظ نامې ته زر تر زره د حتمي شکل وركولو خواهش څركند كړ و۔ده ووئيل پارلیمانی سفارت کاري دوه اړخيزه اړيكو ته ودي وركولو كښې مهم كردار لري او پاکستان و پرتګال پارلیمانی فرینډشپ ګروپس او د پارلماني غړو ترمينځه د رابطو تسلسل هركلے كوو۔په دې موقع د پرتګال سفیر پاؤلو میګوئیل ګوئیډس ډومینګیز په تود هركلي كولو د سېنېټ چیئرمېن مننې كولو سره پاکستان سره د سياسي ، پارلیمانی، اقتصادي ، تعلیمي  او كلتوري څانګو كښې مرستي لا زياتولو له د پرتګال د عزم پخلے وكړو۔د ملاقات په آخر د دواړه اړخه د پاکستان او پرتګال ترمينځه دوه اړخيزه اړېكو لا قوي كولو او د دواړو هېوادونو د اولس شريكې ګټې له بيلو څانګو كښې مرستي لا زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں