د خارجه وزير سېنېتړ اسحاق ډار د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود سره ټېلي فوني تماس٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود سره ټېلي فوني تماس كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع دواړو مشرانو د منطقې په مجموعي صورتحال په خاص توګه په دوحه كښې د ثالثۍ …

 

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود سره ټېلي فوني تماس كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع دواړو مشرانو د منطقې په مجموعي صورتحال په خاص توګه په دوحه كښې د ثالثۍ د خبرو په اوسني پړاٶ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوي په خبرو كښې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دا اميد څرګند كړو چې دا خبرې اترې به په نزدې سباٶن كښې هم روانې وي۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود په اسلام آباد مفاهمتي يادداښت عملدرآمد لپاره د پاکستان د هلو ځلو او د ثابت قدمه عزم ستائنه وكړه او په منطقه كښې د مكالمې ودې او تل پاتې امن لپاره يې د پاکستان د  پرله پسې او ګټور كردار ستائنه هم وكړه۔

مزید خبریں