په اسرائيلي بربريت خاموشي او د جنګ بندۍ نه پس  د ايران په معامله  مفاد پرستي٬  د هند منافقانه خارجه پالسي څرګنده شوه

  نوے ډيلے۔20جولائي (اے پي پي)  په اسرائيلي بربريت  خاموشي او د جنګ بندۍ نه پس  د ايران په معامله په مفاد پرستۍ اډاڼه  د هند منافقانه خارجه پالسي څرګنده شوه۔ تفصيلات تر مخه  د اسرائيل په ايران  د بريد  نه دوه ورځې وړاندې   مودي د اسرائيل دوره وكړه  او د جنګ په مهال  يې د ايران په معامله  مكمل خاموشي اختيار  كړې ده ۔په ايران د بريدونو په مهال   …

 

نوے ډيلے۔20جولائي (اے پي پي)  په اسرائيلي بربريت  خاموشي او د جنګ بندۍ نه پس  د ايران په معامله په مفاد پرستۍ اډاڼه  د هند منافقانه خارجه پالسي څرګنده شوه۔ تفصيلات تر مخه  د اسرائيل په ايران  د بريد  نه دوه ورځې وړاندې   مودي د اسرائيل دوره وكړه  او د جنګ په مهال  يې د ايران په معامله  مكمل خاموشي اختيار  كړې ده ۔په ايران د بريدونو په مهال   هند د اسرائيل سره ولاړ ؤ  او نن د توان و تجارتي مفادات  تر مخه  بيا ايران ته ځان نزدې كوي ۔    د هند خبر رسنې ايجنسۍ  اے اين آئې تر مخه   د ايران صدر سره په ټېلې فون  خبرو كښې مودي د شخړو  په خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې په هواري زور راوړو٬ د آبنائے هرمز تنګي بحالي او په ايران  مالي بندېزونو  كښې  نرمي د وړاندې نه د ايران امريكا  په 14 نكاتي لوظنامه كښې شامل ده۔ مودي آبنائے هر مز  كښې  د بحري لارو  او د تجارتي آزادۍ  تحفظ او نړيوال و هندے مفاد وګرځولو۔ د ڼريوالو پوهانو تر مخه   د هند په آبنائے هرمز كښې په خپلواكه جهاز رانۍ زور  د ايران مرسته نه  بلكې د هند  تجارت ٬ د تېلو ترسيل  له او د معاشي مفدات تحفظ دے ۔  هند د امريكې په فشار  د ايران نه خريدارۍ پرېښې وه  د كومې نه جې واضحه ده  چې د امرېكې مفادات په وړاندې   د ايران سره  اړېكې ثانوي حېثيت لري ۔  هند  په ايران د اسرائيل بريد واضحه غندنه نه وه ده كړې   او د ايران  د خود مختارۍ  په دفاع كښې يې هم مكمل خارموشي اختيار كړې۔  د جنګ نه  وړاندې  د اسرائيل سره همكاري ٬ د جنګ په مهال مكمل خاموشي او د جنګ  نه پس  د ايران څخه  د تيلو په خاطر  دوستي  منافقت او د موقع پرستۍ علامات دي۔

مزید خبریں