لاهور 02 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي پېغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي قومي پيغامِ امن کميټي په به ګرد هېواد كښې امن٬ مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره خپل موثر كردار روان ساتي، د كرك جنو موادو خپرٶنكو په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي٬ د محرم الحرام په مهال په ګرد هېواد په …
قومي پېغام امن كميټي به د مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره خپل كردار روان ساتي۔ طاهر محمود اشرفي
لاهور 02 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي پېغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي قومي پيغامِ امن کميټي په به ګرد هېواد كښې امن٬ مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره خپل موثر كردار روان ساتي، د كرك جنو موادو خپرٶنكو په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي٬ د محرم الحرام په مهال په ګرد هېواد په خاص توګه پنجاب كښې د امن و امان مجموعي صورتحال د اطمينان وړ ٶ ٬ د قومي پيغامِ امن کميټۍ، وفاقي و صوبائي حکومتونو، قانون نافذ کوونكو ادارو، علما کرامز او د هر مكتبه فكر مرسته و همكاري قائمه وه او په دې ټول د مباركۍ مستحق دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قامي پيغامِ امن کميټۍ غړو او صوبائي وزير خواجه سلمان رفيق سره پرېس كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د محرم په مهال راغلي شكايتونه ډېر محدود وٶ چې پكښې د زياتره تعلق سوشل ميډيا سره ٶ۔ ده ووئيل په هېواد كښې امن راوستل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده او د فساد خپرولو كه ھغه د هر مسلك يا ګوند سره تعلق لري په ضد به قانون خپله لاره اخلي۔ ده ووئيل قومي پېغام امن كميټي د مختلف مسلكونو او مذهبونو په يو پلېټ فارم راجمع كولو سره د وحدت او يووالي پېغام وركوي۔ ده ووئيل د لاهور په جامعه اشرفيه كښې د بين المذاهب و المسالک اجتماع او د كراچۍ د جامعه الرشيد لخوا بېلو مذهبونو او مسلكونو ته د مشتركه بلنې وركولو اقدام خوشبينه دے۔طاهر محمود اشرفي ووئيل قومي پيغامِ امن کميټي به په ګرد هېواد كښې امن٬ مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره خپل موثره كردار روان ساتي۔











