د “يو قام يو نظام” وژن له مخې ګرد هېواد كښې اي پيډز2.0 لانچنګ كولو لپاره چمتوالے ونيولے شو٬ تېر كال د اي پيډز كارولو سره په انتظامي خرڅونو كښې د 20 زره 20 كروړه روپو بچت رېكارډ شوے

  اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) پبلک پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ د "يو قام يو نظام" وژن له مخې د اي پاکستان ايکوزيشن اينډ ډسپوزل سسټم يعني اي پيډز 2.0 لانچنګ كولو چمتوالے نيولے دے  ، دا نظام  د سركاري پرچېزنګ نظام په جديد توګه سمولو٬ سپېځلتيا و د احتسابي عمل لا مضبوطولو او د وزيراعظم ډيجيټل پاکستان وژن له مخې  نظام  په بشپړه توګه ډيجيټل كولو لپاره د …

 

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) پبلک پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ د “يو قام يو نظام” وژن له مخې د اي پاکستان ايکوزيشن اينډ ډسپوزل سسټم يعني اي پيډز 2.0 لانچنګ كولو چمتوالے نيولے دے  ، دا نظام  د سركاري پرچېزنګ نظام په جديد توګه سمولو٬ سپېځلتيا و د احتسابي عمل لا مضبوطولو او د وزيراعظم ډيجيټل پاکستان وژن له مخې  نظام  په بشپړه توګه ډيجيټل كولو لپاره د وفاقي حکومت د عزم مظهر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پيپرا منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قريشي د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع ډائريکټر جنرل ليګل پيپرا محمد اسلم وسيم او پراجيکټ ډائريکټر اي پيډز شيخ افضل رضا هم موجود وٶ٬ منيجنګ ډائريکټر پيپرا ووئيل د اي پيډز نوې ورژن د سرکاري پرچېزنګ او د لوظنامو نظم و نسق يو جديد او آسان نظام دے كوم چې د نړيوال معيار او د سباون د ډيجيټل تقاضو سره سم د اي پيډز ډلې خپله جوړ كړے دے٬ دا نظام به سپلائر رجسټريشن، د بينيفيشل اونرشپ تصديق، اي انوائسنګ، ډيجيټل ادائيګيو، اي بولي جمع كولو، د نظام له مخې د نيلامۍ جاج اغستو ، د بېلو ادارو شريك انضمام، د نګرانۍ ډيش بورډز او د مالي منصوبه بندۍ بهترولو لپاره د کمټمنټ اکاٶنټنګ په څېر سهولتونه وركوي۔ ده ووئيل د اي پيډز نوې ورژن په اصل كښې زمونږ د “يو قام يو نظام” وژن عملي تعبير دے كوم چې يو داسې يوازنے او مشتركه ډيجيټل پليټ فارم وركوي چې ورسره به کارکردګي، احتساب او مالياتي نظم و ضبط وده ومومي او د كاروبار په لګښت كښې به هم كمے راشي۔ ده ووئيل د اي پيډز د نوي ورژن اجراء د وړومبي نظام د كاميابو تسلسل دے چې د لارې ېې په مالي كال 26-2025 كښې د 14 كهربه روپو نه د زيات ماليت وركړه راكړه بشپړه شوې، د 10 زره نه زياتو سركاري ادارو او 51 زره سپلائرز رجسټر شوي٬  ده ووئېل سږ كال فرورۍ څخه په وفاقي حکومت كښې د اي پيډز نوې ورژن نافذ شوے  چرته چې تر اوسه د 1800 نه زياتې سركاري ادارې او د 19 زره نه زيات سپلائرز رجسټرډ شوي دي، د نوي سسټم د لارې  د 7 زره نه زيات پرچېزنګ بشپړ شوي دي۔ ده ووئيل  دا نظام ايف بي آر، نادرا، ايس اي سي پي، پاکستان انجينئرنګ کونسل، صوبائي ريونيو اتھارټيز او ډريپ سره په بشپړه توګه تړلے شوے دے او د نګرانۍ سهولت ئې قامي احتساب بيورو، کمپيټيشن کميشن او آډيټر جنرل آف پاکستان ته هم وركړے شوے دے۔ حسنات قريشي په دې خبره رڼا واچوله چې په هېواد كښې د پرچېزنګ نظام په جديد ډول سمولو كښې د وزيراعظم زياته خوښي شامله ده او د مالي كال 25-2024 په مهال د اي پيډز د تند رفتاره نفاذ له امله د پرچېزنګ په انتظامي خرڅونو كښې 20 اربه 52 كروړه روپۍ بچت ممكن شو۔ ده ووئيل ډيجيټل بدلون سره سره پيپرا د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا په نومبر كال 2024ء كښې د منظور شوي اصلاحاتي روډ ميپ له مخئ په بېلو څانګو كښې اصلاحات نافذ كړي دي٬ دا روډ ميپ د نړيوال بېنك د پوهانو د تشخيصي رپورټ په بنياد جوړ كړے شوے ٶ۔ د پېپرا اېم ډي ووئيل د كار په استعداد كښې اضافه د اصلاحاتي ايجنډې مرکزي برخه پاتې ده او تر اوسه 14752 افسرانو او وينډرز ته تربيه وركړې شوې ده چې پكښې په كال 2023 كښې  د اي پيډز د پېل نه وروستو 7491 كسان شامل دي٬ دا تربيه پي پي آر اے خپله هم وركړې او لمز، آئي بي اے، نسټ، ايئر يونيورسټي او د کامسيټس په څېر د جامعاتو په همكارۍ سره هم د تربيتي پروګرامونه شوي دي۔  په دې موقع منيجنګ ډائريکټر پيپرا د كال 31-2026 پشمول پنځه كلنه اصلاحاتي تګلاره هم وړاندې كړه