وزيراعظم شهباز شريف د حکومت د اولسي خذمت تګلاره په لا ګړندي ډول د تر سره كولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد 02 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل حکومت د اولسي خذمت تګلاره په لا ګړندي ډول  د تر سره كولو او د اولسي مسئلو حل ته د پام لرني سپارښتنه وكړه۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔د وزير اعظم آفس …

اسلام آباد 02 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل حکومت د اولسي خذمت تګلاره په لا ګړندي ډول  د تر سره كولو او د اولسي مسئلو حل ته د پام لرني سپارښتنه وكړه۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د پبلك افيئرز يونټ وفاقي وزير رانا مبشر اقبال، وزير مملکت عبد الرحمٰن خان کانجو او د  وزيراعظم خاس مرستيال طلحهٰ برکي ههم ملاقات كښې موجود وو۔ ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال په تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل د اولسي خذمت ايجنډه لا په تندۍ سره دې مخ په وړاندې بوتللې شي او اولسي مسئلو حل ته دې خاص پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان پرمختګ،سوكالۍ او د اولسي ښېګړې لپاره دې ټول وسائلو وكارولې شي۔