د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان پرتګال اړيكې  لا قوي له د عزم پخلے

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني سره پاکستان كښې د پرتګال سفير، پاؤلو ميګوئيل ګوئيډس ډومينګيز وليدل٬ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني د سفير هركلے وكړو او د پاکستان او پرتګال ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ او د زړه پورې اړيكو لا قوي كولو له ئې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې په ملاقات …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني سره پاکستان كښې د پرتګال سفير، پاؤلو ميګوئيل ګوئيډس ډومينګيز وليدل٬ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني د سفير هركلے وكړو او د پاکستان او پرتګال ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ او د زړه پورې اړيكو لا قوي كولو له ئې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې په ملاقات  كښې د سېنېټ چيئرمين ووئيل  دواړو هېوادونو په ګده په ګڼ اړخيزه توګه امن، استحکام او تل پاتې پرمختګ ته ودې وركولو لپاره نزدې مرسته روانه ساتلې ده۔ ده د لوړې كچې روابطو ته د لا ودې وركولو په اهميت زور راٶړلو سره دا عيله ولرله چې په اسلام آباد كښې كېدونكې دوه اړخيزه سياسي مشاورتي غونډه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته لا پراخه كولو كښې مهم كردار ولوبوي۔

مزید خبریں