د صدر مملکت د آئيني اختيار نه پس په سزا كښې زياتوالے نشي كېدے٬ سپريم كورټ عمر قېد د مرګ په سزا د بدلولو اپيل خارج كړو

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) سپريم کورټ وئيلي دي آئين صدرِ مملکت ته په سزا كښې د كمي يا معافۍ اختيار وركړے دے او كله چې دا اختيار استعمال شوے وي نو په سزا كښې زياتوالي لپاره كوټلې قانوني بنياد پكار دے٬ عدالت د تورن تحرين الياس عمر قيد د مرګ په سزا د بدلولو اپيل په دې بنياد خارجه كړو چې تورن سزا بشپړولو نه وروستو خوشې …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) سپريم کورټ وئيلي دي آئين صدرِ مملکت ته په سزا كښې د كمي يا معافۍ اختيار وركړے دے او كله چې دا اختيار استعمال شوے وي نو په سزا كښې زياتوالي لپاره كوټلې قانوني بنياد پكار دے٬ عدالت د تورن تحرين الياس عمر قيد د مرګ په سزا د بدلولو اپيل په دې بنياد خارجه كړو چې تورن سزا بشپړولو نه وروستو خوشې كړے شوے٬ د سماعت په مهال د ژوب، بلوچستان زندان سپرنټنډنټ د وډيو لنك د لارې عدالت ته وړاندې شو٬ عدالت د هغه نه پوښتنه وكړه چې په رپورټ كښې ليك دي چې تورن د 14 كالو زندان تېرولو نه پس په پاتې سزا د صدر مملکت لخوا عام معافي ترلاسه كړې٬ دا دې ووئيل شي چې د عمر قيد بنديوان لپاره د 14 كالو موده د كوم قانون له مخې مقرر شوې٬ عدالت ريمارکس وركړل چې زمونږ د علم له مخې د سپريم کورټ پرېكړو له مخې د عمر قېد بنديوان لپاره د لږې نه لږه 17 كاله سزا د تېرولو اصول موجود دي٬ خو هر څو چې اړوند تورن خوشې دے نو هغه لپاره د قانوني د پوښتنې جاج به په كومه بله مناسب مقدمه كښې واخستلې شي۔ د سماعت په مهال عدالت پوښتنه وكړه چې د تعزيرات پاکستان دفعه 302 له مخې يو سزا بشپړولو نه وروستو څنګه بله سزا وركړې كېدې شي٬عدالت  ووئيل د قتل په ثابېتدو ټرائل کورټ پرېكړه كړې او په دې پرېكړه عملدرآمد هم شوے او سزا زياتولو لپاره دې بل مضبوط قانوني سبب وړاندې كړے شي٬ عدالت زياته كړه چې صدرِ مملکت ته د آئين له مخې په سزا كښې د کمې يا معافي وركولو اختيار ترلاسه دے او په دې مقدمه كښې دا اختيار استعمال شوے دے۔ عدالت ووئيل كه سزا زياتول مقصد وي نو دې لپاره به آئيني بدلون ته ضرورت وي٬ د دې نه وروستو سپريم کورټ د تورن تحرين الياس  عمر قيد په سزائے موت د بدلولو په اړه اپيل خارج كړو۔

مزید خبریں