اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پوهنتونونو او اعليٰ تعليمي ادارو جوړولو په اړه د موجوده رهنما اصولو جاج اسغتو لپاره د كمېټۍ غونډه وشوه ۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ په غونډه كښې په پاکستان كښې د اعليٰ تعليمي ادارو جوړلو او منظورۍ لپاره د لوړو زده …
د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پوهنتونونو او اعليٰ تعليمي ادارو جوړولو په اړه د موجوده رهنما اصولو جاج اغستو لپاره د كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پوهنتونونو او اعليٰ تعليمي ادارو جوړولو په اړه د موجوده رهنما اصولو جاج اسغتو لپاره د كمېټۍ غونډه وشوه ۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ په غونډه كښې په پاکستان كښې د اعليٰ تعليمي ادارو جوړلو او منظورۍ لپاره د لوړو زده كړو د كال 2026 د مجموعي ريګوليټري فريم ورك تفصيلي جاج واخستلے شو ۔ د اړوند ادارو استازو كمېټۍ ته په دې پاليسۍ جامع بريفنګ وركړو۔ کمېټۍ د لوړو زده كړو كمېشن د هلو ځلو ستائنې كولو سره په ځېنې څانګو كښې د نورې بهترۍ سفارشات وركړل۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار امر وكړو چې اېچ اي سي دې د كمېټۍ سفارشات په مجوزہ فريم ورك كښې شامل كړي او نظر ثاني شوې مسوده دې منظورۍ لپاره د تعليم وفاقي وزير د لارې وفاقي كابينې ته واستوي۔ نائب وزيراعظم د حکومت د معياري تعليم په عزم رڼا اچولو سره ووئېل پاکستان كښې د اعليٰ تعليمي نظام مضبوطولو او اعليٰ معيار، سپېځلتيا او بهترۍ سره علم وركولو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي ۔ په غونډه كښې د قانون٬ بېن الصوبائي رابطې او د تعليم وفاقي وزير٬ وفاقي سيکرټريز او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔








