اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د فيډرل بورډ آف ريونيو د اړخه مالي كال 2025-26 لپاره د نظرثاني شوي كلن محصولات هدف په کاميابۍ سره په سر كولو د ادارې کارکردګي ستائيلو سره دا يوه تاريخي کاميابي وګرځوله،دا كاميابي د ټيم ورك، مسلسل اصلاحات او ايف بي آر قيادت او هېواد كښې د افسرانو و عملې د غيرمتزلزل محنت نتيجه ده۔ده دا …
د محصولات اهداف سر كول تاريخي کاميابي ده، بايد جديد ټيکس نظام كښې ټيکس وركوونكو له سهولت وركولو ، سپېځلتيا ته ودې وركولو او اولسي باور قوي ته پام لرنه اوشي۔د خزاني وزير محمد اورنګزيب اېف بي آر كښې خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د فيډرل بورډ آف ريونيو د اړخه مالي كال 2025-26 لپاره د نظرثاني شوي كلن محصولات هدف په کاميابۍ سره په سر كولو د ادارې کارکردګي ستائيلو سره دا يوه تاريخي کاميابي وګرځوله،دا كاميابي د ټيم ورك، مسلسل اصلاحات او ايف بي آر قيادت او هېواد كښې د افسرانو و عملې د غيرمتزلزل محنت نتيجه ده۔ده دا خبري د شورو په ورځ اېف بي آر هيډکوارټرز كښې غونډي ته وينا كښې وكړي چې پكښې د ايف بي آر چيئرمين راشد محمود لنګړيال، د بورډ غړو، سينئر افسرانو ، چيف کمشنرز او چيف کليکټرز د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو ۔ د خزاني وزير د وزيراعظم د اړخه د ايف بي آر ډلي له د مالي كال په مهال په زړه پوري هڅو او محنت مباركي وركړه۔د خزاني وزير ووئيل بايد دا کاميابي د پاکستان د تيرو دوه نيمو كلونو پراخه اصلاحاتي سفر په تناظر كښې وكتلې شي،په دې مهال د هېواد محصولات نزدې يو په دوه زيات شوي،دا پيش رفت د پاکستان مالياتي تاريخ په لويو كاميابو كښې يوه ده او دې د هېواد د معيشت بنيادي قوي كولو كښې كردار ترسره كړے ۔ده ووئيل محصولات كښې زياتوالي او محتاط مالي نظم و ضبط په سبب نه يواځې بهرنو څانګو اشاري ښي شوي بلكه پاکستان د خپل تاريخ تر ټولو كمه مالياتي خساره او تر ټولو لوي پرائمري سرپلس هم ترلاسه كړے ۔د خزاني وزير په خاص توګه ان لينډ ريونيو او د کسټمز څانګو هڅي ستائيلو سره ووئيل ايف بي آر کاروباري هلو ځلو ته ودي وركولو لپاره د ټيرف ريليف وركولو باوجود محصولات كښې په زړه پوري زياتوالے ترلاسه كړے۔ده دا خبره هم د ډاډ وړ وګرځوله چې ادارې د مالي كال په مهال 599 اربه روپۍ ټيکس ريفنډز جاري کړي چې پكښې د مالي كال په آخري ورځ ريکارډ 13.5 اربه روپۍ ادائيګي هم شامله ده،دا د حکومت د کاروباري ورورولۍ او برآمد كوونكو لپاره د سهولت کارۍ د عزم ښكاره څرګندونه ده۔د خزاني وزير وفاقي بجټ 2025-26 جوړولو په مهال د خزاني وزارت او ايف بي آر ترمينځه موثره رابطه او همغږي هم وستائيله۔د غونډي په آخر د خزاني وزير يو ځل بيا د ايف بي آر ډلي له په ښه کارکردګۍ مباركي وركړه او د دې باور څركندونه ئې وكړه چې شريكي مرستي، موثر اصلاحات او قوي اداره جاتي عزم د لارې ايف بي آر به سباؤن كښې هم د پاکستان معاشي استحکام او پائيدار اقتصادي پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ګډون كوونكو ته د ايف بي آر چيئرمين راشد محمود لنګړيال او ټول ايف بي آر ډلي د خدمات په اعتراف كښې به ولاړه د لاسو پړقولو خواست هم وكړو۔








